د پخواني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د یوه افسر حسن جبارخېل خپلوانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ناپېژانده وسلهوالو نوموړی د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې په ډزو وژلی دی.
ډګرمن حسن جبارخېل د پخواني پرځېدلي جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په چوکاټ کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
د جمهوري نظام په وروستیو کې یې د کابل-جلال اباد لویې لارې د امنیتي کنډک د درستیزوال په توګه دنده لرله.
د هغه خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه پخوانی افسر د تېرې شنبې په شپه د کابل ښار د کلوله پشته سیمې اړوند ناپېژانده کسانو لومړی له خپل کور څخه اېستی او بیا پر نامعلوم لوري له ځانه سره وړی و.
د هغه کورنۍ تېره شپه د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د نوموړي جسد موندلی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی پر ډزو وېشتل شوی او پر جسد یې د مرمیو سوري هم ښکاري. هغه په سینه وېشتل شوی دی.
د خپلوانو په خبره یې، د حسن جبارخېل کورنۍ له هېڅ چا سره کومه شخصي دوښمني نه لري او دوی نه پوهېږي چې هغه چا وژلی دی.
د دغه وژل شوي پولیس افسر پلار هم د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت جیګپوړی چارواکی و. د هغه پلار جنرال اصف جبارخېل نومېږي چې اوس مهال په جرمني هېواد کې مېشت دی او د کابل نړۍ وال هوایي ډګر د قوماندان په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه.
د پولیسو دغه وژل شوی افسر اصلا د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی و؛ خو له ډېرو کلونو راهیسې په کابل کې اوسېدو.
۳۴ کلن ډګرمن حسن جبارخېل واده کړی و او څلور ماشومان یې لرل، چې دوه یې لوڼې او دوه زامن دي.
مشره لور یې دیارلس کاله عمر لري او د زامنو عمرونه یې د اته او لس کلونو ترمنځ دي.
د نوموړي د کورنۍ ټول غړي له افغانستانه وتي وو؛ خو دی لا هم په افغانستان کې پاتې و.
د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د پخوانیو امنیتي منسوبینو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یې د وژل کېدو او شکنجې خبرونه ترلاسه کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله که څه هم د پخواني جمهوري نظام امنیتي ځواکونو ته د عمومي بښنې اعلان کړ و؛ خو د طالبانو سیمهییزو قوماندانانو بیا د خپل مشر د دغه امر خلاف ځیني پخواني امنیتي کسان وژلي او سخت شکنجه کړي دي.
همدا راز د طالبانو استخباراتو ریاست له لوري پخواني امنیتي منسوبین زنداني کړي او حتی ځیني یې په زندانونو کې د طالبانو د سختو شکنجو له کبله مړه شوي هم دي.
په پکتیکا، هلمند، ننګرهار، خوست، بدخشان، پنجشېر او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو ځواکونو مرموزې وژنې هم ترسره شوې دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام د سرتېري او امنیتي مسوولینو پر کړکېچن وضعیت جدي اندېښنې ښوولې دي.
لسګونه زره پخوانیو امنیتي ځواکونو د طالبانو د دغو ګواښونو له کبله هېواد پرېښی او ځیني یې ان په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند کوي.
یو شمېر نور بیا اړ شوي، چې له کږلېچونو په ډکو لارو اروپا او نورو هېوادونو ته ناقانونه تګ وکړي؛ څو د طالبانو تر واک لاندې د ورپېښو ستونزو څخه سرونه خوندي کړي.
د راپورنو له مخې، په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت کارکوونکي، د ځانګړو ځواکونو سرتېري او امنیتي منسوبین د طالبانو تر سخت څار لاندې دي.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخبارات په بېلابېلو پلمو د پخواني جمهوري نظام افسران ور غواړي او ځوروي یې او ان ځیني وخت یې کورونه هم تالاشي کوي.