د پنجاب سروزیره مریم نواز وايي، د دغې صوبې کلیوالو ښځو ته د ای ټي او ډیجیټل مهارتونو شپږ میاشتنی پروګرام پیلوي.
د دې پروګرام له مخې به ۲۷ زرو ښځو ته د کمپیوټر او وړیا انټرنېټ وېشلو پسې وړیا انلاین زدکړې ور کړل شي.
د مریم نواز د پرېکړې له مخې به د پنجاب د مهارتونو پراختیا څانګه انلاین ټرېنینګ برابر کړي.
مریم نواز په خپله اعلامیه کې وايي، چې دې نوښت سره به کلیوالې له خپل کور د انلاین سوداګرۍ پوهه ترلاسه کړي.