د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وایي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ښځې محرومې کړې او د جنسي توپیر سختدریځه تګلارې یې پرې پلي کړې دي. د هغې په وینا؛ طالبان د ښځو له ځواک څخه وېره لري او هڅه کوي ټولنیز حضور یې په بشپړه توګه ختم کړي.
نوموړې له یوه څېړنیز بنسټ سره په دې وروستیو کې د افغان ښځو پر وضعیت تحقیق کړی، چې پهکې د ۱۴ولایتونو څخه له ۶۰۰ ښځو او ۱۰۰نارینهوو سره مرکې شوې دي. دغې څېړنې په ډاګه کړې، چې طالبانو نه یوازې ښځې له خپلو ازادیو بېبرخې کړې؛ بلکې د امربالمعروف قانون له کبله یې د محدودیتونو لړۍ تر کورونو هم ور رسېدلې دي.
نرګس نهان له یوې ویب پاڼې سره په مرکه کې وویل، چې طالبان له لوستو او باخبره ښځو څخه سخته وېره لري. هغه وایي، دا یوازینۍ طبقه ده چې د طالبانو سختدریځه تګلارو ته نه تسلیمېږي. د نوموړې په خبره: «طالبان له ښځو وېرېږي، ځکه که یو حق ورکړل شي؛ نو خپل دویم او درېیم حق هم ترې غواړي. د طالبانو لپاره د ښځو چوپ ساتل د واک د ساتلو په مانا ده.»
د نسکور شوي جمهوري نظام د دغې مخکېنۍ وزیرې په وینا، د ښځو ځپل یوازې مذهبي یا کلتوري کار نهدی؛ بلکې دغه اقدامات د طالبانو د سیاسي سټراټېژۍ برخه دي، څو خپل واک ټینګ وساتي او هر خپلواک ټولنیز ځواک لهمنځه یوسي.
نوموړې زیاتوي، طالبانو د وېرې او ډار په خپرولو داسې چاپېریال رامنځته کړی چې خلک خپله پهکې د ښځو د څار او ځپلو وسیله ګرځېدلي دي. نهان د طالبانو پر دیني مدرسو هم نیوکه کړې او دا یې د سختدریځۍ د دوام لپاره په راتلونکي کې یو لوی ګواښ بللی دی.
د هغې په خبره: «اوس له درې مېلیونه ډېر هلکان د طالبانو په دیني مدرسو کې زدهکړې کوي. دا داسې بم دی، چې یو وخت به حتمي چوي. داسې نسل روزل کېږي، چې نه یوازې ښځې بلکې ټوله نړۍ به دښمنه ګڼي.» د مخکېنۍ افغان کابینې دغې پخوانۍ غړې نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو او لوېدیځو هېوادونو له لوري طالبانو سره ترسره کېدونکی چلند بېاغېزې دی او نړۍوال احتیاطي تعاملات هم د طالبانو په ګټه تمام شوي دي.
نرګس نهان وایي: «هیڅ ناسته او عکس باید داسې یو رژیم ته مشروعیت ور نهکړي، چې نیمه ټولنه یې له ژوند څخه حذف کړې ده. تعامل باید د ریښتیني بدلون پر بنسټ وي، نه د سیاسي مصلحت پر اساس.» د نوموړې په وینا؛ له دې ټولو ستونزو، بندیزونو او محدودیتونو سره سره افغان نجونو او مېرمنو خپله مبارزه روانه ساتلې او په خپلو کورونو کې پټې زدهکړې، کوچني اقتصادي کاروبارونه او ټولنیز بحثونه کوي.
د جمهوري نظام یادې پخوانۍ چارواکې همداراز له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې تر هغې ودروي؛ څو کابل د یو مشروع او عادلانه نظام څښتن شي. هغه باور لري، چې د کډوالو بېرته ستنېدنه د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.
هغې د هغو ګاونډیو او لوېدیځو هېوادونو پر کړنو هم نیوکه وکړه، چې افغان کډوال بېرته استوي او ویې ویل:« تر هغه چې دغه اوسنی نظام پر ځای وي، نه امنیت شته او نه د بېرته ستنېدو هیله.» د هغې په باور، د کډوالو بېرته ستنول هغوی له مستقیم ګواښ سره مخ کوي.

