په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د افغان ښځو پر فعالې ونډې ټنیګار کړی دی. یوناما ویلي، چې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د افغان ښځو حضور د افغانستان د ثبات، مشروعیت او نړۍوال باور رامنځته کولو لپاره بنسټیز ارزښت لري.
یوناما د ښځو، سولې او امنیت د ۱۳۲۵م پرېکړهلیک د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې افغان ښځې د نه ستړې کېدونکې زړورتیا او زغم نښې دي او د هغوی فعاله ونډه د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره حیاتي ده.
یاد پرېکړهلیک چې په ۲۰۰۰کال کې د امنیت شورا له لوري تصویب شوی، د ښځو د رول اهمیت یې د جګړو د مخنیوي، د سولې د ټینګېدو، بشري مرستو او له جګړو وروسته د بیارغونې په چارو کې په رسمیت پېژندلی و.
یوناما ویلي، چې د تېرو ۲۵ کلونو په اوږدو کې دغه پرېکړهلیک د ښځو د حقونو د پراخېدو او د هغوی د سیاسي او ټولنیز حضور د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز لارښود ګرځېدلی او د ګڼو هېوادونو د قوانینو او تګلارو د اصلاح لپاره الهامبښونکی ثابت شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجېټ ګاګنون ویلي، چې افغان ښځې لا هم د شخړو، محرومیت او د بنسټیزو حقونو د لهمنځه تلو تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي.
هغه وایي:«که څه هم افغان ښځې لا هم د شخړو، محرومیت او د بنسټیزو حقونو د لهمنځه تلو تر ټولو دروند بار پر اوږو لري؛ خو له دې سره، سره یې د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ، د ماشومانو د زدهکړو، د بشري مرستو د وړاندې کولو، د ټولنو د مشرتابه او د سیمهییزو شخړو د حل په برخو کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، یوناما له ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول له طالبانو غواړي چې د نړۍوالو ژمنو درناوی وکړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې په ازاد ډول د هېواد په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې ګډون ولري.

