‏طالبانو تازه د نورستان له ګران بیه ډبرو څه باندې یو میلیون افغانۍ ترلاسه کړي

AP ۱۴۰۴ وری ۲

د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې کان کېدونکو د یوولس میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې ترلاسه کړي دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې دغه ګران بیه ډبرې په ازاده داوطلبۍ کې پلورل شوي چې یو میلیون سهم یې طالبانو ترلاسه کړی دی.

په نورستان او کونړ ولایتونو کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو کان کېندنه له لسګونه کلونو راهیسې په غیر قانوني او نامسلکي توګه روانه ده، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې په کان کېندونکو خپل سهم وټاکه او مسلکيتوب ته یې پاملرنه ونکړه.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خپل اېکس کې لیکلي: «د تېر په څېر دا ځلې بیا د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پلور داوطلبي د یاد ولایت د مسوولانو او استازو په حضور کې ترسره شو.»

‏یاد وزارت زیاتوي: «په دغه داوطلبۍ کې د بېروچو ډبرې د لس میلیونه‌ او ۹ لکه او دوه څلویښت زره افغانیو په بیه سره وپلورل شوې، چې په کې د طالبانو ونډه یو میلیون‌ و څلور نوی زره او دوه سوه افغانۍ ده.»

د راپورونو له مخې، په دغه دواړو ولایتونو (کونړ او نورستان) کې کان کېندنه د عامو خلکو له خوا کېږي او په سیمه کې شتمن خلک د لګښتونو په اندازه خپله برخه لري، خو کان کېندونکي یوازې یوه برخه باندې کار کوي او کله چې قیمتي ډبرې ترلاسه کړي د دوی په کار دوی ته یوازې یوه برخه ورکول کېږي او زیاته برخه هغه خلک ترلاسه کوي، چې په کان کې کېندنو کې لګښتونه پورته کوي.

له هېواده بهر د افغانستان بېروچ په ځانګړي ډول د کونړ او نورستان ګران بیه ډبرې په بازارونو کې په خورا لوړو بیو پلورل کېږي او د نړۍوالو مینه‌والو پام یې ځانته اړولی دی.

نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د ګران بیه ډبرو پراخ کانونه لري؛ خو په ناقانونه او نامسلکي ډول کېندل او پلورل کېږي.

ځايي اوسېدونکو په وار - وار نیوکې کړې دي، چې د طالبانو ځینو کړیو په خپلسري توګه د ټول هېواد سربېره په نورستان کې هم د ګران بیه ډبرو ناقانونه کېندنې کوي.

نور خبرونه

رادیو