د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د طالبانو له پوهنې وزارت څخه غوښتي، چې باید داسې تعلیمي نصاب جوړ کړي، څو د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره عصري غوښتنو ته ځواب ویونکی وي.

هغه دا څرګندونې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې داسې مهال کړي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت وزیر په یاده ناسته کې ویلي، له «دین او افغاني دودونو سره» په ټکر ځینې برخې له نصابه وباسي.

عبدالسلام حنفي بیا په دې باور دی، چې عصري علوم باید په نوي نصاب کې ځای پر ځای شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اوریدو وزیر خالد حنفي چې د عصري زده کړو خلاف د ملا هبت‌الله د دریځ سر سختی پلوی دی، ویلي و چې «عصري زده کړې مباح عمل دی» او باید چندان پاملرنه ورته نه شي.

د هغه دغه څرګندونو که څه هم د طالبانو په منځ کې ځینو کړیو وننګولې ؛خو بیا یې هم هغه له خپل دریځه پر شاه نه کړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا؛ ملا هبت‌الله غواړي چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د پوهنې بهیر وغځېږي او په ټول هېواد کې د زده کړو اسانتیاوې یو شان برابرې شي.

د راپورونو له مخې طالبان هڅه کوي، چې د دوی د افکارو پر بنسټ د پوهنې نوی نصاب جوړ کړي او وېره شته چې ښايي د سختدریځۍ اړوند مضامین په کې اضافه کړي.

طالبانو تر خپل نصاب جوړیدو لا دمخه په ښوونځیو کې د «امارت پېژندنې» په نوم کتابونه وېشلي او په ښوونځیو کې زده کوونکو ته تدریسېږي.

په دغه مضمون کې د طالبانو د جوړښتونو،‌ اسلامي نظام او د پایښت په تړاو یې زده کوونکو ته تدریسي لوستونه چمتو شوي دي.

داسې خبرې هم شته، چې طالبانو په ښوونځیو کې هم د خپلې سختدریځې مفکورې سیوری خپور کړی او ان د پخواني جمهوري نظام پر مهال ګومارل شوي زرګونه بېلابېل ښوونکي یې په بېلابېلو بهانو له دندو ګوښه کړي.

طالبانو د دغو ښوونکو پر ځای د خپلې مفکورې پلوي ملایان په دندو ګومارلي، څو پرې خپله سختدریځه مفکوره ترویج کړي‌.

د پوهنې برخې کارپوهانو وېره څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ښوونځیو چاپیریال د طالباني مدرسو په بڼه بدل شوی او وېره شته، چې دغه ډله زده کونکو ته خپل سختدریځي افکار ور پېچکاري کړي.

د معلوماتو پر بنسټ په ځینو ولایتونو کې د ملا هبت‌الله په امر د ښوونځیو ودانۍ په مدرسو بدلې شوي او ښايي دا لړۍ نوره هم دوام وکړي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې په ځینو ولایتونو کې طالبانو‌ په ښوونځیو کې پر هلکانو جبري کړې چې باید د درسي ساعتونو پر مهال «لونګۍ» وتړي.

د طالبانو د نوي تعلیمي نصاب له تابیاوو سره سره لا هم د ملا هبت‌الله د بندیزونو له امله میلیونونه افغان نجونې د ښوونځیو او‌ پوهنځیو له زده کړو بې برخې دي.

د طالبانو مشر د خپلې سختدریځې مذهبي مفکورې له مخې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو سخت بندیزونه لګولي خو ویاند یې له درې نیم کاله تېریدو وروسته اوس همدا وایي، چې تر «امر ثاني» پورې بندې شوې دي.

د ملا هبت‌الله په امر هغه کسان چې د نجونو د زده کړو او ښځو حقونو په تړاو غږ پورته کوي سخت ځپل کېږي، ان که د طالبانو له منځه هم وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی چې پر ملا هبت‌الله یې د نجونو د زده کړو د بندیز په تړاو پرلپسې نیوکې وکړې،‌ اوس د خپل مشر د نیول کیدو له ویرې متحده عربي امارتو ته کډه شوی او بې برخلیکه حالت سره مخ دی.

ملا هبت‌الله امر کړی چې عباس ستانکزی باید د نجونو زده کړو د ملاتړ او د هغه له دریځ څخه د سرغړونې له کبله ونیول شي، خو هغه وار دمخه کړ او متحده عربي امارتو ته یې پښې سپکې کړې.

په خوست کې نږدې دوه میاشتې دمخه په یوې دیني مدرسه کې هغه د نجونو زده کړو بندیز د طالبانو د مشر «شخصي طبعیت وباله» او له اسلامي شریعت څخه یې دا پرېکړه په واټن کې وګڼله. همدې څرګندونو د ملا هبت‌الله غوسه راوپاروله.

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې څلور سوه زره ښوونکې او د‌ پوهنې کارکوونکو نږدې «لس میلونه» زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

له دې ډلې «۲۵۰ زره د مدرسو ملایان ښوونکي» دي چې په ۴۴ زره مدرسو کې د طالبي افکارو له مخې شاګردانو ته اسلامي زده کړې ورکوي.

نور خبرونه

رادیو