د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د نوي کال په لومړۍ ورځ پر اېکس پاڼه د «نوروز» د مبارکۍ تر څنګ ویلي، چې د شاهنامې د اولادونو په توګه به د هېواد د ازادۍ لپاره پر خپل کړي هوډ درېږي او دغه تاریخي ورځ به په افغانستان کې بیا را ژوندۍ کوي.
احمد مسعود لیکلي: «نوروز دا ورځ زموږ لپاره اختر نه، بلکې یو هوډ دی او ازادۍ ته د رسیدو لپاره به له دې لارې څخه په شاه نه شو».
هغه په دغه پېغام کې د خپلو وژل شویو قوماندانانو کورنیو ته هم د «نوروز» مبارکي ویلې او خپلو وسله والو ته یې په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو خلاف جګړه دوی ازادۍ ته رسولی شي.
د مقاومت جبهې د نورزو په مناسبت په خپل یو راپور کې ادعا کړې، چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې یې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بریدونو پر مهال «۶۵۱ طالبان وژلي او ۵۷۹» نور یې ټپیان کړي دي.
طالبان چې په فکري لحاظ د نوروز مخالف دي او دغو مراسمو ته هم اجازه نه ورکوي سږ کال یې هم د نوروز کلونو په پرتله د دغه فرهنګي او تاریخي ورځې په تړاو چوپتیا غوره کړې ده.
د نوي کال په مناسبت په خپرو کړو پېغامونو کې افغان سیاستوالو پر طالبانو نیوکې کړي چې پر افغانستان یې تېر کاله توره تیاره واکمنه کړې وه.
بېلابېلو ښځینه فعالانو نیوکې کړي چې تېر کال هم یو له هغو وو، چې طالبانو په کې د خپل افراطي دریځ له مخې د ښځو پر وړاندې سخت بندیزونه لګولي او ترې د کار حقونه یې هم اخیستي دي.
د نجونو زده کړو ملاتړ کوونکو هم اندېښنې ښودلې چې د طالبانو واکمنۍ په څلورم کال هم د ملا هبتالله په امر د نجونو ښوونځي او پوهنځي د «امر ثاني» په نوم تر نامعلومې مودې تړلي پاتې دی.
کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان تېر کال له اقتصادي، امنیتي او ټولنیز پلوه سخت ناورین تجربه کړ چې دا اندېښنې په نوي کال کې هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې موجودې دي. کارپوهانو وېره څرګنده کړې، چې نوی کال به په افغانستان کې د لوږې څپه لا پراخه شي او ورسره به د نا امنۍ پېښو کې هم زیاتوالی راشي.