د تورخم دروازه د ۲۵ ورځني بندېدو وروسته د باروړونکو موټرو او ناروغانو پر مخ خلاصه شوه.
ځایي مسولینو ویلي چې د مسافرینو د ثبت سیستم د رغولو له امله نن عامو خلکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې خو د جمعې په ورځ به د عامه خلکو تګ راتګ شروع شي.
دغه دروازه د چک پوستو د جوړولو له امله ۲۵ ورځې د ټرانزیټ، ناروغانو او عامو خلکو پر مخ تړل شوې وه.
د تورخم د مسافرینو د ثبت سیستم برخې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ويلي چې په دې برخه کې ترمیماتي کار بشپړ شوی چې سر له سبا (جمعه) څخه افغانستان ته د عامو خلکو تګ راتګ بیا پېل شي.
د فېبرورۍ په ۲۱مه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسلهوالې نښتې د مسافرینو د ثبت سیستم ته زیان اړولی و چې له امله یې د عامو خلکو تګ راتګ باندې بندیز لګیدلی و.
د تورخم دروازه د ۲۵ ورځو بندښت وروسته پرون د تجارتي موخو لپاره بېرته پرانیستل شوه خو د مسافرینو د ثبت سیستم د خرابوالي له امله عامو مسافرو ته د تګ راتګ اجازه ورنهکړل شوه. په دې موده کې یواځې افغان ناروغانو ته پاکستان ته د راتګ اجازه ورکړل شوې وه.
د مسافرینو د ثبت سیستم چارواکي وایي د تورخم له لارې هره ورځ شاوخوا لس زره کسان تګ راتګ کوي چې په کې سوداګر عام مسافر او ناروغان شامل دي.
د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې د تورخم په دروازه به هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسط ډول د درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کېدل خو په تېرو ۲۲ ورځو کې په دې دروازه هېڅ ډول سوداګرې نه ده شوې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره هره ورځ دواړه هېوادونه له دوه اړخیزې سوداګرۍ درې میلیونه ډالر له لاسه ورکوي.