په عمان کې د افغان نجونو زده کوونکو د سکالرشیپونو تمویل غځول شوی

۴ ساعتونه مخکې

هندي رسنیو راپور ورکړی، هغه افغانې نجونې چې په عمان کې د امریکا له خوا تمویل شويو سکالرشپونو له لارې زده کړې کوي او د امریکا پراختیايي بودجې له لغو کېدو وروسته افغانستان ته د تلو له ګواښ سره مخ وې، د سکالر شپونو تمویل یې د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې غځول شوی.

په عمان کې له ۸۰ زیاتې افغان ښځینه زده کوونکې د امریکا له خوا په تمویل شویو سکالرشیپونو کې زده کړې کوي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا موسسې د بودجې له لغو کېدو وروسته ددغو زده کوونکو د سکالر شیپونو تمویل هم بند شوی و، خو تازه اوس په موقت ډول د دوی د سکالرشیپونو تمویل بېرته اعاده شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې سکالرشیپ به د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ پورې دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړې په عمان کې په زده کړو بوختې افغان ښځینه زده کوونکې خوشحاله کړې دي.

د بي بي سي د راپور له مخې دا زده کوونکې په عمان کې د ښځو د سکالرشیپونو دایمي صندوق له لارې د ساینس، ټیکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضي په برخو کې د لیسانس او ماسټری درجې زده کړې کوي.

د یادو زده کوونکیو لګښتونه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له لارې ورکول کیږي.

دغو زده کوونکیو ته د فبروري پر ۲۸مه خبر ورکړل شوی و، چې د دوی سکالرشیپونه پای ته رسیږي او دوی به په دوو اونیو کې بېرته افغانستان ته واستول شي.

د سکالر شیپونو د پای ته رسولو پرېکړه هغه وخت وشوه، چې امریکا په ناڅاپي ډول د یوسيډ پروګرام لپاره د بودجې په ورکړه بندیز ولګاوه.

د سکالر شیپونو د دغه لنډمهاله تمویل په اړه د خبرو کولو پر مهال یوې زده کوونکې وویل، چې که څه هم د سکالرشیپونو د لنډمهاله تم‍ویل په اړه خوښې دي خو د خپل راتلونکي په اړه اندیښمنې دي.

زده کوونکې وویل: «که چیرې سکالرشیپ نوی نه شي، نو موږ به افغانستان ته له ستنیدو پرته بله لاره ونه لرو او هلته موږ زده کړه نشو کولی او زموږ خوندیتوب هم له ګواښ سره مخ کیدای شي».

نور خبرونه

رادیو