د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د نوي کال په مناسبت په خپل پيغام کې یو ځل بيا د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې.
نوموړي نوروز د افغانستان د تاريخ او فرهنګ یوه برخه ګڼلې.
حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ويلې.
نوموړي سږ کال د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو هيله ښودلې.
هغه ليکلي: «هیله لرم چې دا کال به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.»
کرزي د نجونو او هلکانو زده کړې د هېواد په پرمختګ کې اړينې بللې دي.
نوموړي هيله څرګنده کړې، چې نوی کال د افغانستان د زرغونتیا، پرمختګ او بډاينې څخه ډک کال واوسي.
کرزي له افغانانو غوښتي، چې د کرنې په ترويج او اقتصادي وده کې برخه واخلي، «له ګرانو هېوادوالو هيله لرم چې د پسرلي په رارسېدو سره د نيالګيو په کرلو او د کرنې په ترويج کې د هېواد په زرغونتيا او اقتصادي وده کې برخه واخلي او د ځمکې لاندې اوبو له ضايع کېدو ډډه وکړي.»
حامد کرزي له دې وړاندې هم په خپلو ډېری لیدنو او ناستو کې پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.