د هلمند دغه درې خویندې، چې په پنځم، اتم او لسم ټولګیو کې یې زده کړې کولې، د خپل پلار هیلې پوره نه کړای شوې.
عزیزالدین سره له دې، چې نالوستی او بېوزله و، د لوڼو لپاره یې رېکشا کرایه کړې وه، چې هر سهار یې له نورو نجونو سره یوځای خوندي د لښکرګاه مرکزي لیسې ته ورسوي.
خو د طالبانو په راتګ سره د پلار او دریو خویندو دغه ارمان او سفر اوس نیمګړی پاتې دی.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې له هغو دریو خوېندو سره خبرې کړې، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د نورو سلګونو زرو نجونو په څېر له عصري زده کړو محرومې شوې دي.
دغه درې نجونې د یوې غریبې کورنۍ غړې دي. پلار او مور یې نالوستي دي خو د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره یې سترې هیلې درلودې. نوی ښوونیز کال پیل شوی، خو داسې ښکاري چې د طالبانو د بندیزونو له امله د دغې کورنۍ یوبل ښځینه نسل هم د عصري زده کړو له ترلاسه کولو محرومیږي.
د دغو نجونو پلار چې موږ یې د عزیزالدین په مستعار نامه یادوو، له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل:«زما لویه هیله داوه چې ټول اولادونه مې باسواده شي، د زامنو غم خو مې نه وو، ټول له مکتب څخه فارغه دي او دوهم اوس پوهنتون کې دی، خو لوڼې مې بېسواده پاتې کیږي».
نوموړی وايي، چې هیڅکله یې داسې تصور نه و کړی، چې کومه ورځ به طالبان بیا واکمنیږي او دده د لوڼو په ګډون به په میلیونونو نجونې له زده کړو او تعلیم را ګرځوي. هغه زیاته کړه، « ماته د یو پلار په توګه دا ډيره سخته ده.»
نوموړی وايي، طالبان د خپلې تېرې دورې واکمنۍ په شان داځل بیا د میلیونونو نجونو د زده کړو حق تر پښو لاندې کوي او د طالبانو دا کړنه نه بښونکې ده.
رویا د دغې کورنۍ مشره لور ده او لومړنۍ نجلۍ ده چې تر لسم ټولګي یې زده کړې کړې دي.
د نوموړې پلار وايي، چې رویا هغه کورني اصول مات کړي، چې له مخې یې تر دې وړاندې ښځینه نسلونو د ځینو قومي او سیمه ییزو دودونو له امله ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرله.
رویا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سره خبرو کې وویل، چې هیله یې لرله لومړی زده کړې وکړي او له طب پوهنځي لوستلو وروسته خپلو خلکو ته خدمت وکړي:«زه مکتب ته په تلو باندې ډیره خوشحاله وم، دوه وړې خویندې مې هم راسره تللې. زما لوی ارمان داو چې یوه ورځ به ډاکټره شم او خلکو ته به خدمت وکړم، خو کله چې طالبان راغلل ټولې هیلې مې همداسې پاتې شوې». نوموړې اوس ټوله ورځ په کور کې وي او داسې فکر کوي، چې د زده کړو نصیب یې تر همدغه لسم ټولګي و.
د رویا دوه نورې خویندې چې په اتم او پنځم ټولګي کې وې، اوس یوازې د دیني زده کړو لپاره د کلي مدرسې ته ځي.
مدینه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم یو کال ښوونځي ته تللې، وايي، ښوونځي ته په تګ خوشحاله وه او تمه یې لرله چې ښايي د طالبانو په پرېکړه کې بدلون راشي او نورې خویندې یې هم پاتې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «مخکې خوشحاله وم ځکه هره ورځ مکتب ته تلم. فکر مې کاوه چې یو ورځ به بندیز لرې شي، نورې خویندې به مې هم د پخوا په شان یوځای درس ویلو ته راسره ځي خو زما په تګ باندې هم بندیز ولګول شو».
مدینه د ورځې درې ساعته د کلي د نجونو په مدرسه کې وي، خو دلته د ښوونځي مضامین نه تدریس کیږي.
یاده کورنۍ وايي، د خپلو لوڼو د زده کړو په اړه یې نورو خپلوانو ورسره سخت مخالفت کړی او د طالبانو له بندیز وروسته یې خپلوان پیغورونه ورکوي.
د رویا پلار وايي:« ما به تل داسې خوبونه لیدل چې لوڼې به مې یوه ورځ خپلې زده کړې بشپړوي او زما د هغو خپلو لپاره به خدمت کوي چې ماته یې د لوڼو د زده کړو په خاطر پیغورونه راکول. هغوی نه دي ملامت ځکه هغوی پخوا لا هم د طالبانو په مفکوره وو، خو کاش طالبانو زما هیلې نه وای وژلې».
هغه زیاته کړه، « خدای دې دومره ژوند راکړي چې یوه ورځ ووینم چې زما لوڼې د پخوا په رقم بیا خپلو درسونو ته ولاړې شي.»
د ۱۴۰۱ کال د وري په درېیمه نېټه د طالبانو له بیا واکمنېدو اووه میاشتې وروسته ښځینه زده کوونکې د ښوونیز کال په پیل کې سهار وختي ښوونځیو ته تللې وې، چې د درس له پیل مخکې له هغوی وغوښتل شول چې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.
له شپږم ټولکي پورته د بندیز له حکم وروسته د نجونو او ښځو په وړاندې د محدودیتونو نور حکمونه هم خپاره شول او پوهنتون ته د ښځینه وو پر تګ هم بندیز ولګېد.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې ثانوي او لوړې زده کړې پکې د ۱۲ کلونو څخه پورته عمر لرونکو میرمنو او نجونو لپاره په کلکه منع دي.
د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان یونسکو خبرداری ورکړی، چې طالبانو له زدهکړو د ۱.۴ میلیونو نجونو په بې برخې کولو سره د یوه نسل راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې ده.
یونیسکو وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پوهنتونونو کې د شاملو زده کوونکو شمیر له نیمایي څخه ډیر کم شوی دی.
د یونیسکو په راپور کې ویل شوي، که څه هم په تخنیکي لحاظ د نجونو زده کړې لاهم د ۱۲ کلونو څخه کم عمر کې اجازه لري، خو د لومړنیو زده کړو لپاره د نوم لیکونکو شمېر له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ډراماتیک ډول کم شوی دی.
د یونیسکو نوي معلومات ښیي چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان یوازې ۵.۷ میلیونه نجونې او هلکان په لومړنیو ښوونځیو کې وو، چې په ۲۰۱۹ کال کې دا شمېر ۶.۸ میلیونه و.
رویا د نورو افغان نجونو په څېر په تمه ده، چې له خپلو دوو خویندو سره یوځای بېرته لېسې او ښوونځي ته د تګ اجازه ومومي او زده کړې یې یوازې په لسم ټولګي کې راټولې نه شي.