ازبکستان د اوبي سرچینو وزیر: د قوش تېپې کانال لپاره موږ وسلې او جګړې ته لاس نه شو اچولای

۵ ورځې مخکې

د ازبکستان د اوبو د سرچینو وزیر ویلي چې په افغانستان کې د قوش تیپې کانال جوړول ښايي تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي.

خامرایف شوکت راخیموویچ ازبکستاني رسنیو ته ویلي، چې افغان لوری د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري او اختلافات باید په سوله‌ ییز ډول حل شي.

له دې وړاندې، د امریکا د ملي ګټو مرکز د سیمې پر وضعیت ددغه کانال د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی و.

د قوش تیپې کانال، چې طالبان یې د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره جوړوي، تمه ده چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي.

شوکت خامرایف د خپل وزارت د عامه شورا له غړو او خبریالانو سره په ناسته کې وویل، چې باید د ښه ګاونډیتوب اړیکې وساتل شي او بې‌اساسه اوازې جدي ونه ګڼل شي.

کله چې خبریالانو وپوښتل چې د قوشتیپې کانال به کله پر ازبکستان اغېز وکړي، وزیر وویل چې افغانان هم د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې حق لري. هغه زیاته کړه، « راځئ صادق واوسو، افغانان زموږ خپلوان دي. دوی هم د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري. اوس په انټرنټ کې لیکل کیږي: دوی د قوشتیپې کانال جوړوي، دا څه معنا لري؟ایا موږ باید وسلې واخلو او جګړه وکړو؟ نه. موږ اړیکې ټینګوو، خبرې کوو او خپلوي ساتو».

نوموړی وايي، « موږ به ورو ورو هغوی ته دا وښیو چې هغوی ته خپل عادلانه حق ورکړل شي. بیا به رسمي اسناد، خبرې اترې، کاري سفرونه او نور اقدامات ترسره شي».

هغه یادونه وکړه چې کلونه کلونه د تاجکستان او قرغیزستان د اوبو د زیرمو جوړولو موضوع هم مطرح وه، چې دې چارې د خلکو ترمنځ کړکېچونه زیات کړي وو.

خامرایف شوکت وايي، « بې‌اساسه خبرو ته غوږ مه ږدئ. مثلا، که تاسې ته وویل شي چې ګاونډی مو لوڼو ته په بد نظر ګوري یا ستاسې موټر په کاڼو ولي، نو تاسې به خپه شئ. خو که تاسې خپل ګاونډی د روژه ماتي لپاره دعوت کړئ، نو وبه وینئ چې څومره ښه انسان دی. موږ باید له خپلو ګاونډیانو سره نږدې اړیکې وساتو او ښه روابط جوړ کړو».

شوکت خامرایف وویل چې هغه په وروستیو کې څلور ځله افغانستان ته تللی او هلته د کورنۍ غړو په څېر د ازبک پلاوي هرکلی شوی. د هغه په وینا، د افغان لوري استازو ډاډ ورکړی چې د قوشتیپې کانال په اړه به د ازبکستان اندېښنې له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، « زه د ښه راتلونکي هیله لرم. د افغانستان سوله او ثبات زموږ لپاره هم مهم دي، او البته، ټول مسایل په ځانګړي ډول د اوبو موضوع به ګام په ګام حل شي. که د قوش تیپې کانال جوړونه په همدغه سرعت دوام ومومي، نو دا به تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي».

د یاد کانال د لومړۍ برخې اوږدوالی ۱۰۸ کیلومتره دی، چې له امو سیند څخه پیلېږي او د بلخ ولایت دولت‌ اباد ولسوالۍ ته رسېږي.

د۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې طالبانو اعلان وکړ چې د کانال لومړۍ برخه بشپړه شوې او د دویمې مرحلې کار پیل شوی.

طالبانو د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان وغوښتل چې د یاد کانال په اړه اندېښنه ونه لري.

په دویمه مرحله کې به د کانال ۱۷۷ کیلومتره اوږده برخه، چې د جوزجان او فاریاب له ولایتونو تېرېږي، جوړه شي. درېیمه مرحله به فرعي کانالونه وي، چې کرنیزو ځمکو ته به اوبه رسوي.

د کانال ټول اوږدوالی به ۲۸۵ کیلومتره وي. د طالب چارواکو د اعلان له مخې، دا کانال به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوب کړي، چې غنم او نور کرنیز محصولات به پرې وکرل شي.

نور خبرونه

رادیو