د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ چې امریکایی وګړی جورج ګلزمن، چې دوه کاله یې په کابل کې بند تېر کړی و، طالبانو خوشې کړی، خو د افغان زنداني محمودشاه حبیبي په اړه تراوسه طالبانو او امریکايي پلاوي څه نه دي ویلي.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه ولیکل، چې د طالبانو حکومت د ښه نیت نښې په توګه د ګلزمن د خوشې کېدو پرېکړه کړې، چې د امریکا ولسمشر او امریکایي ولس ته یو پیغام ولري.
نوموړې زیاته کړې ، « نن ورځ یوه ښه ورځ ده. موږ بریالي شوو چې یو امریکایی وګړی، جورج ګلزمن، له دوه کلن بند وروسته خوشی کړو. جورج اوس د خپلې کورنۍ پر لور روان دی».
هغه همداراز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم کریډیټ ورکړی، چې د نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو هڅو ته یې لومړیتوب ورکړی.
د ګلزمن د نیول کېدو او خوشې کېدو شرایط لا هم روښانه نه دي، خو دا پرېکړه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ یوه نادره دیپلوماتیکه همکاري ګڼل کېږي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې واکمن دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی غړی ذاکر جلالي وايي، دا سفر ښيي چې د دواړو هېوادونو اړیکې نوي پړاو ته داخلېږي او دواړه لوري چمتو دي چې د مشترکو مسایلو په تړاو خبرې وکړي.
نوموړی وايي، «په افغانستان کې د امریکا د تاریخ ترټولو اوږدې جګړې د پای په موخه د ولسمشر ټرمپ پرمهال ددوحې خبرې پیل شوې او دا ځل د دواړو لوریو تمنځ د درېیم هېواد پر ځای په کابل کې خبرې کېږي او د پرمختګونو په هیله د خبرو پر دوام ټینګار کېږي».
دغه امریکایی زنداني داسې مهال خوشی کیږي، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس محمود شاه حبیبي په کندهار ښار کې د هبت الله اخوندزاده په یوه زندان کې ساتل کیږي.
سرچینو تېره میاشت افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې افغان الاصله امریکايی محمود شاه حبیبي په کندهار کې د مولوي هبت الله په یوه شخصي زندان کې ساتل کیږي.
د محمود شاه حبیبي په اړه افغانستان انټرنشنل ته دوو بېلا بېلو طالب سرچینو ویلي و، چې پر طالبانو د امریکا د فشار له ډېرېدو وروسته نوموړی یو کال وړاندې کندهار ته ولېږدېد، خو اوس روښانه نه ده، چې نوموړی بېرته کابل ته لیږدول شوی او که نه.