ډاکټر عبدالله تمه ښيي چې په نوي کال کې د افغانانو انساني او اسلامي حقوق تامین شي

AP ۱۴۰۳ کب ۳۰

د سولې عالي شورا مخکیني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د نوي کال په مناسبت په يوه پيغام کې د ښځو او نارینه و د حقونو د تامین غوښتنه کړې.

نوموړي هیله ښودلې، چې په نوي کال کې به د ښځو او نارینه وو د بشري او اسلامي حقونو د تامين لپاره شرایط برابر شي.

د سولي عالي شورا مخکيني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه افغانانو ته د نوروز او ۱۴۰۴ نوي کال مبارکي ويلې.

عبدالله هيله ښودلې، چې په نوي کال کې به په بیلابیلو برخو کې د افغانانو په ژوند کې ښه والي راشي.

هغه ليکلي: «تمه لرو چې په راتلونکي کال کې، په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو لپاره د ښه ژوند شرایط مهیا او د هېوادوالو د ښځینه او نارینه وو انساني او اسلامي حقوق تامین شي»

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې نوروز د افغانستان له رسمي کليزې لرې کړی او لمانځل یې منع کړي دي.

خو د حکومت یو شمېر پخواني چارواکي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پاتې شوي په تېرو درې نیمو کلونو کې په ځینو برخو کې د طالبانو د خوښې خلاف څرګندونې کوي.

افغانان هم هر کال د هېواد په دننه او بهر کې نوروز نمانځي.

طالبان نوروز د «غیر مسلمانانو» په ځانګړې توګه د زردشتیانو د رخصتۍ په توګه ګڼي.

تېر کال د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه چارواکي محمد یحیی عارف د نوروز نمانځل په دې دلیل منع کړل چې نوروز «د مجوسیانو یا زردشتیانو اختر» دی او «څوک چې نوروز نمانځي له اسلامه ووځي».

د هغه د خبرو خپرېدل د طالبانو رسمي نظر ګڼل کېده.

طالبانو نه یوازې دا چې نوروز نمانځل بند کړل، بلکې رسمي کلیزه یې هم له هجري قمري کال بدله کړه.

دې ډلې د نوروز ملي رخصتي هم له رسمي تقویم څخه ایستلې ده.

نور خبرونه

رادیو