په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان او په ځانګړې توګه ښځینه فعالانې ګاونډیو هېوادونو ته کډوالې شوې؛ په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغانانو د جبري اېستنې لړۍ چټکه کړې، چې له امله یې دغه فعالانې له وېرې سره مخ دي.
زهرا موسوي، چې د ښځو د حقونو فعاله ده، د ښځو د حقونو لپاره د طالبانو پر وړاندې له ډېرو اعتراضونو او لاریونونو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستانه ګاونډي هېواد پاکستان ته وتښتېده.
د ډویچه ویلې رسنۍ د خبر له مخې، زهرا موسوي اوسمهال په پټه او وېره کې ژوند کوي چې ګواکې د پاکستان پولیسو لهخوا یو وار بیا ونه نیول شي او بېرته خپل هېواد ته ستنه نه کړل شي.
موسوي زیاتوي:« د فبرورۍ په ۲۲مه پاکستاني پولیس په غیر رسمي جامو کې زما کور ته راغلل، له پلټنو وروسته یې زه او زما لور له ځان سره د بېرته ستنونکو کسانو لپاره جوړ شوي کمپ ته بوتلو. موږ هلته دوه ورځې او یوه شپه په خورا سختو شرایطو کې ساتل شوي وو، چې د بشري حقونو د فعالانو د فشار او ضمانت وروسته خوشې کړل شول.»
یوه بله افغان ښځينه فعاله جمیله احمدي وایي، ګڼې فعالانې لا له وړاندې افغانستان ته په زور شړل شوې دي چې اوس یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.
جمیله زیاتوي:« که چېرې زه اړه شم، چې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنه شم؛ نو دا به زما لپاره په ښکاره ډول مرګ وي.»
د دغو ښځو لپاره د خپل ژوند ساتنه او د خپلو فعالیتونو دوام په یوه لویه ننګونه بدله شوې ده.
دوی له نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کړې، چې دوی ته په پاکستان کې د پناه غوښتنې حق ورکړل شي او پر وړاندې یې د شړلو ګواښونه راکم شي.
پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې کور په کور د بېاسناده افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.