د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د سې شنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې کوي.
د ټرمپ دا څرګندونې د ۳۰ورځني اوربند د وړاندیز په اړه دي چې اوکراین له وړاندې منلی دی.
ټرمپ له فلوریډا ایالت څخه واشنګټن ته د ستنیدو پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، «موږ غواړو وګورو چې که موږ د دې جګړې د پای ته رسولو امکان ولرو. ښایي موږ وکړای شو، یا نه، خو فکر کوم موږ یو ډیر ښه چانس لرو».
هغه وویل چې په دې اړه ډیر کار شوی او هیله من دی د دوامدارې سولې د پلان په برخه کې پرمختګ وشي.
د اوربند وړاندیز، چې له مختلفو غبرګونونو سره مخ دی، د ځمکو د تبادلې او د انرژۍ بنسټونو په اړه احتمالي توافقات لري.
ټرمپ د ځمکې د وېش او د زاپوریزیا اټومي بټۍ د راتلونکي په اړه خبرې وکړې، چې د اروپا ترټولو لویه اتومي بټۍ ده او د جګړې په جریان کې د روسیې تر کنټرول لاندې راغلې.
که څه هم جزئیات لا روښانه نه دي، تمه کیږي دغه مسایل به په خبرو اترو کې بنسټیز رول ولوبوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ د ټرمپ خبرې تایید کړې، خو د ځمکو د تبادلې او انرژۍ تاسیساتو په اړه یې د ټرمپ پر څرګندونو څه ونه ویل.
په داسې حال کې چې کیېف د اوربند ملاتړ کړی، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي پر دې ټینګار کوي چې د هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې باید خوندي پاتې شي. هغه ویلي چې هر ډول سوله ییزه هوکړه باید روسیه له نیول شویو سیمو وتلو ته اړ باسي چې په دې کې کریمیا هم شامله ده.
دغه سیمه روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره ونښلوله.