د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو پرېکړه وکړه

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران پر ضد د بندیزونو د کمولو وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک د روسیې، چین، پاکستان او الجزایر په ۴ موافقو او د امریکا، برېتانیا، فرانسې او نورو هېوادونو په ۹ مخالفو رایو رد کړ. ایران د بندیزونو د بیا لګولو په تړاو د امریکا او اروپا موافقه «غېرقانوني» وبلله.

که دغه وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک تصویب شوی وای، د ملګرو ملتونو پخواني بندیزونه له ایران څخه لرې کېدل او بندیزونه به پرې کم شوي وای، خو د دې پرېکړه‌لیک په ردېدو سره، د ملګرو ملتونو پخواني بندیزونه پر ایران بېرته عملي کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په غبرګون کې د درېیو اروپايي هېوادونو اقدام چې د ملګرو ملتونو بندیزونه یې بېرته راوګرځول، «غېرقانوني» او د شته اختلاف د هوارولو له مېکانیزم څخه یې «سوءاستفاده» وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «که د دې اقدام پایله دا شي چې د امنیت شورا لغوه شوي پرېکړه‌لیکونه پر ایران بېرته عملي شي، نو د ټولو پایلو بشپړه مسوولیت به د امریکا او درېیو اروپايي هېوادونو پر غاړه وي. هغوی د واقعیتونو په تحریف او د بې‌اساسه ادعاوو په مطرح کولو د امنیت شورا پر ځینو غېردایمي غړو هم د فشار له لارې هڅه کړې چې له ځان سره یې همغږي کړي.»
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي سعید ایرواني بیا د امنیت شورا له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل: «د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر مهال له اروپايي لوریو سره څو ناستې ولري.»

نور خبرونه

رادیو