په افغانستان کې د جاپان سفارت د زلزلهځپلو کورنیو سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنيو مرستو اعلان کړی. یاد سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه مرستې به د خوړو نړۍوال پروګرام او سره صلیب نړۍوال فډارسیون له لارې تر سره شي.
په افغانستان کې د جاپان سفارت د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «دا مرستې د افغانستان په ختيځو سیمو کې د زلزلې له کبله د ویجاړونکو زیانونو د جبران په موخه ځانګړې شوې دي.»
سفارت دا بېړنۍ لومړنۍ مرستې ګڼلي او ټينګار یې کړی، چې دغه هېواد به د افغانانو سره خپلو مرستو ته ودام ورکړي.