سعودي عربستان د یمن له حکومت سره له ۳۶۰ میلیونه ډالرو زیاته مرسته کوي

۶ ساعتونه مخکې

سعودي عربستان اعلان کړی چې نږدې ۳۶۸ میلیونه ډالره اضافي مالي مرسته به د یمن جمهوریت ته ورکړي. دا نوې مرسته د سعودي د پرمختیا او بیا رغونې پروګرام له لارې ورکول کېږي او موخه یې د یمن د دولت د بودیجې ملاتړ دی.

سعودي عربستان ویلي، چې د یمن جمهوریت دا مهال له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د شنبه په ورځ (د وږي ۲۹مه) ویلي، چې دا مرسته د یمن د خلکو لپاره ده او د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا د مشر ډاکټر رشاد محمد العلیمي د غوښتنې په ځواب کې ورکول کېږي.

د عدن حکومت له هغه وخته له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح حکومت نسکور کړ. له هماغه وخته د یمن ملي اسعار ډېرې کمزورې شوې او د خوراکي او لومړنیو توکو بیې ډېرې لوړې شوې.

دا بدلونونه د نږدې یوې لسیزې اوږده کورنۍ جګړه پیل کړه.

د سعودي په مشرۍ پوځي اېتلاف د ۲۰۱۵ په مارچ میاشت کې مداخله وکړه، تر څو د تبعیدي یمني حکومت ملاتړ وکړي.

له هماغه وخته یمن دوه برخې شوی دی: یو حکومت په عدن کې مېشت دی، بل د حوثیانو اداره ده چې په صنعا کې واک لري. ریاض تر دې دمه میلیاردونه ډالره مرسته او مالي زېرمې د عدن حکومت ته ورکړي، څو یې مالي نظام پیاوړی او د دولتي کارکوونکو معاشونه پرې ورکړي.

نور خبرونه

رادیو