د اسراییل د پرلهپسې بریدونو له شدت سره سم د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۱ کسان په ټوله غزه کې وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د قربانیانو ټول شمېر له ۶۵ زرو اوښتی دی. په همدې مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې غزه د «مرګ او ویجاړۍ تر ټولو بد حالت» تجربه کوي.
د اسراییل پوځ اټکل کوي، چې په تېرو دوو اوونیو کې یې د غزې ښار شاوخوا ۲۰ استوګنیز برجونه نړولي دي او باور لري، چې د سپټمبر له پیل راهیسې شاوخوا ۳۵۰ زره کسان له غزې ښار څخه بېځایه شوي دي. خو لا هم نږدې ۶۰۰ زره نور کسان پاتې دي.
د حماس پوځي څانګې بیا د شنبې په ورځ د یرغمل شویو کسانو یو انځور په ټېلګرام کې خپور کړ او خبرداری یې ورکړ، چې د اسراییل د پوځي عملیاتو له امله په غزې ښار کې د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.
اسراییل په داسې حال کې په غزې خپل بریدونه روان ساتلي، چې د فرانسې، اسټرالیا، بلجیم، برېتانیا او کاناډا په ګډون د نړۍ لسو هېوادونو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ ناستې له پیل وړاندې د دوشنبې په ورځ د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت وپېژاند.
اسراییل وايي، چې حماس له تسلیمېدو، د اسراییلي یرغمل شویو په خوشې کولو، له وسلو بېبرخې کېدو او د خپل ځان په منحل کولو سره کولی شي دا جګړه پای ته ورسوي. حماس وايي، تر هغه چې یو فلسطیني دولت جوړ نه شي، خپلې وسلې پر ځمکه نه اېږدي.