د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د البدر او الفتح قول اردوګانو څخه یې تازه اتلس سوه ځواکونه د پوځي روزنې او زده‌کړو له دوه میاشتنۍ دورې فارغ کړي‌ دي.

د طالبانو په دوه جلا، جلا خبر پاڼو کې ویل شوي، له الفتح قول اردو څخه «۹۵۰تنه او له البدر اقول اردو څخه بیا ۸۵۰کسان» فارغ شوي چې ورته د فزیکي روزنې تر څنګ عقیدوي‌ زده‌کړې هم ورکړل شوې دي.

د طالبانو البدر قول اردو درستیزوال ملا احمد شاه دین دوست خپل دغه تازه دمي ځواک ته سپارښتنه کړې، چې د اسلامي شریعت له مخې دې په خپلو دندو کې ناغېړي نه کوي.

طالبان په چټکۍ سره هڅه کوي؛ څو خپلو پخوانیو جنګیالیو ته د عصري پوځي وسایلو او وسایطو د کارونې روزنه ورکړي.

همدا راز ویل کېږي، چې د جګړه‌ییزو تکتیکونو او لارو چارو په برخه کې هم طالبان د پخواني جمهوري نظام له افسرانو څخه ګټه اخلي.

د معلوماتو له مخې، طالبانو په یو شمېر برخو کې د جمهوري نظام له افسرانو څخه د تجربو ترلاسه کولو وروسته د هغوی پر ځای خپل کسان ګومارلي او هغوی یې بیا له دندو اېستلي دي.

د راپورونو له مخې، د پخواني جمهوري نظام ځیني افسران چې د امریکایي وسلو، تجهیزاتو، وسایطو او چورلکو په کارولو کې لازمې تجربې لري په خپل لاس کې نیولي دي.

طالبان دغه پخواني افسران خپلو جنګیالیو ته د روزونکو په توګه ګومارلي، څو ترې د دغو عصري وسلو او وسایلو د کارولو زده کړې وکړي.

طالبانو څو، څو ځله خبر ورکړی چې ځینې امریکایي چورلکې او پوځي وسایط یې رغولي دي. باورونه همدا دي‌، چې دغه وسایط او چورلکو د جوړلو تخنیکي چارې د پرځېدلي جمهوري نظام پخوانیو پوځیانو ترسره کړي‌ دي.

طالبانو ته پاتې امریکایي وسلې او تجهیزات په متحده ایالاتو کې یو له جنجالي موضوعاتو ډکه هغه ده.

ولسمشر ټرمپ په وار، وار نیوکه کړې، چې جوبایډن په غیر مسوولانه توګه له افغانستانه خپل ځواکونه و اېستل او د امریکایي وسلو تر څنګ یې پرېمانه تجهیزات طالبانو ته په ښکاره میدان پرېښودل.

ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، چې له طالبانو څخه به خپل پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي؛ خو طالبانو بیا غبرګون ښوولی، چې دغه ورپاتې امریکایي وسلې ورته «غنیمت»‌ دی او هېڅوک یې ترې بېرته نشي اخیستی.

د افغانستان متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د ټرمپ دغو څرګندونو څخه هرکلی کړی و او ورته یادونه کړې وه، چې چمتو دی څو له طالبانو څخه د امریکايي وسله د بېرته اخیستلو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان دننه د پاتې امریکایي وسلو د قاچاق او پلور په تړاو هم جدي اندېښنې شته.

خپله د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څو، څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخنېوي خبر ورکړی او دا په ډاګه کوي چې دغه وسلې اوس په تور بازار کې پلورل کېږي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو یو شمېر سیمه‌ییزو قوماندانانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د جمهوي نظام له پوځیانو وسلې واخیستې او بیا یې بېرته خپلو اړونده پوځي مرکزونو ته ونه سپارلې.

اندېښنه دا ده، چې همدغه وسلې بېرته طالبانو په تور بازار کې پلورلې دي او ډېره برخه یې پاکستان ته قاچاق شوې ده.

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې څو ځله اندېښنه ښوولې، چې طالبانو ته پاتې شوې امریکایي وسلې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د بلوڅ بېلتون پالو لاسونو ته ورغلې دي او د دوی خلاف یې جګړو کې کارولې دي.

پاکستان هم د ټرمپ له هغه څرګندونو هرکلی کړی، چې په افغانستان کې پاتې شوې تجهیزات او وسلې باید له طالبانو بېرته واخیستل شي.

همدا راز هندي چارواکو هم ادعا کړې، چې په کشمیر کې ځینو جنګي ډلو د دوی خلاف امریکایي وسلې کارولې دي چې ښایي له افغانستانه ور وړل شوې وې.

نور خبرونه

رادیو