د شمالي وزیرستان په سپین وام کې د تېلو او ګاز نوې زیرمې کشف شوې

AP ۱۴۰۳ کب ۲۷

د پاکستان ماړي انرژۍ کمپنۍ په شمالي وزیرستان کې د تیلو او ګاز د نویو زیرمو موندل کېدو خبر ورکړی.

دغه زېرمې په سپین وام سیمه کې موندل شوې دي. د کمپنۍ ویاند وايي، له دې زیرمې په ورځ کې ۲۰ عشاریه ۴۸ میلیونه مکعب فټه ګاز او ۱۱۷ بیرله تېل استخراجیږي.

دا په سپین وام ۱ کې د تېلو او ګاز دویمه څاه او زېرمه ده چې په دې څو میاشتو کې موندل کیږي. له دې وړاندې له ورته بلې زیرمې د ورځې ۱۲ عشاریه ۹۶ میلیونه مکعب فټه ګاز او ۲۰ بیرله تېل استخراج کېدل.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د ماړۍ کمپنۍ، د تیلو او ګاز پراختیایي کمپنۍ (OGDCL)، پاکستان پټرولیم (PPL) او حکومتي ملکیتونو خصوصي شرکت (GHPL) تر منځ د دغو زیرمو د سپړنې هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

په سپین وام او شیوه کې د تیلو او ګاز پر زېرمو ډېری ماړي کمپنۍ کار کوي. ددې کمپنۍ په اړه ویل کیږي چې ۴۰ په سلو کې سهم پکې د فوجي کمپنۍ دی او همدا بنسټ یې مشري کوي.

د هوکړه لیک له مخې، د سپین وام په دویمه څاه کې ماړي انرژۍ کمپنۍ د ګټې ۵۱سلنه ونډه، د پاکستان د تیلو او ګازو پراختیایي کمپنۍ ۳۵ سلنه او اورینټ پترولیم ۱۰ سلنه ونډه لري. په راتلونکو دریو کلونوکې د دې پروژې لپاره شل میلیارده روپۍ پانګونه په پام کې نیول شوې ده.

د شمالي وزیرستان ترڅنګ، په اټک کې هم د سوغري شمال-۱ څاه کې د ګازو او کانډنسیټ تیلو نوې زیرمې کشف شوې دي. کانډنسیټ تیل (Condensate oil) یو ډول طبیعي هیدروکاربن تیل دي چې د ګازو د استخراج په پروسه کې تر لاسه کېږي.

د پاکستان د تیلو او ګاز پراختیایي کمپنۍ ویاند وویل چې د څاه کندنچارې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې پیل شوې وې او د ۴۹۴۲ مترو په ژورو کې یې نوې زیرمې موندلې دي. ابتدایی پایلې ښیي چې له دې زیرمو د ورځې یو عشاریه ۹۶ میلیون مکعب فټه ګاز او ۴۳۰ بیرله تیل استخراج کیږي.

د شمالي وزیرستان سپین وام، شیوه، بویه، دته خېل، میرعلې د کانونو له اړخه مشهورې سیمې دي. په دغو سیمو کې د تېلو او ګاز، کرومایټ، مسو، وسپنې، سلفر، ډبرو سکرو او نورو توکو کانونه موجود دي.

د پاکستان د انرژۍ متخصصان وړاندوینه کوي چې په شمالي وزیرستان کې د تیلو او ګازو نورې زېرمې هم ممکنې دي چې کشف شي، ځکه د دې سیمې د سپړنې وروستۍ پایلې بریالۍ وې.

نور خبرونه

رادیو