هغه ښځینه فعالانې چې له افغانستانه د طالبانو له وېرې پاکستان ته کډوالې شوې دي وايي، چې د دوی ژوند یو ځل بیا له ګواښ سره مخامخ دی، ځکه چې اسلام اباد د افغان کډوالو د اېستلو هڅې ګړندۍ کړې دي.
په اسلام اباد کې یو شمېر داسې فعالانې هم شته چې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
دوی د اقتصادي ستونزو له امله نه دي توانېدلي، چې پر وخت ویزه تمدید کړي او اوس په کورونو پورې محدودې شوې دي چې د پولیسو له خوا ونه نیول شي.
یوه افغانه خبریاله چې نه غواړي نوم یې خپور شي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «له کومې ورځې چې د افغان کډوالو پر ضد د پولیسو پلټنې شروع شوي، له خپل کور څخه نه یم وتلې، په لومړي سر کې د پیسو د نه شتون له امله مې ویزه تمدید نشوای کړی، خو اوس راباندې ډېره جریمه راغلې چې بیخي یې توان نه لرم، که ونیول شم او بېرته هېواد ته واستول شم نو نه پوهېږم چې څه ډول پېښې سره به مخ کېږم.»
بله افغان کډواله په مستعار نوم فاطمه وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره یې د ښځو د حقونو په برخه کې په بېلابېلو لاریونونو کې د ونډې له امله له امنیتي ګواښونو سره مخ شوه او اړ شوه، چې پاکستان ته لاړه شي.
نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زه پاسپورټ او وېزه نه لرم، د امریکا کېس لرم خو هغه هم نا معلوم دی، تر اوسه معلومه نه ده چې د امریکا کېسونه بېرته شروع کېږي او کنه، خو د پولیسو له ډاره بهر نه وځو، زه ډاډه یم، که ډېپورټ شم نو طالبان به مې ووژني.»
فاطمه وایي، چې نړۍوال په ځانګړي ډول د بشري حقونو سازمانونه باید په پاکستان فشار راوړي، تر څو هغه کډوال بېرته افغانستان ته وانه ستول شي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.
د پاکستان د مرکزي حکومت د پرېکړې له مخې ټول هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او همدا ډول د UNHCR کارت لروونکي افغانان د مارچ تر وروستۍ نېټې باید پاکستان پرېږدي.
د پاکستان حکومت د دې پرېکړې له مخې یو شمېر هغه افغانان چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کډوال شوي هم زیان ویني.
له دوی څخه یو شمېر داسې کسان هم دي چې قانوني اسناد نه لري، خو فکر کوي چې په بېرته ستنولو سره به یې ژوند له ګواښ سره مخ شي.
د دوی د لټون او نیولو لپاره له تېرو درېیو میاشتو راهیسې کور په کور تلاشۍ روانې دي، چې زیات شمېر هغه افغانان د پولیسو له لورې نیول شوي، چې قانوني اسناد یې نه لرل او یا هم د پروسس له امله ځنډېدلي دي.
له دغه نیول شویو کسانو زیات شمېر بېرته افغانستان ته لېږل شوي او یو شمېر یې اوس هم د پنډۍ په حاجي کمپ کې ساتل کېږي، چې د تورخم دروازې له خلاصولو وروسته بېرته افغانستان ته استول کېږي.