په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې موتیا مسکون د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ګډه کاري ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زوره د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له حوالې راغلي،‌ د کډوالۍ نړۍوال سازمان پلان لري چې له پاکستانه د اېستل کېدونکو کډوالو لپاره پر ډیورنډ کرښه اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ څو اغېزمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې له بېرته راستنېدونکو سره به اړینې نغدي او غیر نغدي مرستې هم وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په دغه ناسته کې د کډوالو په برخه کې د اېټالیا وروستۍ مرسته ستایلې او د کډوالو تر څنګ د داخلي بې‌ځایه شويو سره یې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې بللې دي.

د طالبانو دغه وزیر ویلي، د ګاوڼدیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اېستل کېدو مسلې په کور دننه د مرستو رسونې بهیر ټکنی کړی دی.

هغه ټینګار کړی، چې کډوالو ته د ځانګړو ښارګوټو د جوړولو په برخه کې باید ورسره اړوند بنسټونه مرستې او همکارۍ وکړي.

دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او ایران حکومتونو تازه پرېکړې کړې؛ څو له خپلو هېوادونو څخه مېلیونونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) نېټې پورې په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د پاکستان سره ثبت د اې سي سي کارتونو لرونکو کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي.

یاد هېواد ګواښ کړی، که تر ټاکل شوې نېټې کډوال ستانه نشي؛ نو دوی به یې پر وړاندې امنیتي اقدامات وکړي.

هم‌مهاله په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لپاره پولیس کور په کور ګرځي او هره ورځ لسګونه کډوال د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو پنډغالي ته لېږدوي.

په اسلام اباد کې هغه کډوال چې د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو د پناه غوښتنو لپاره مېشت دي او د ویزو مودې یې پای ته رسېدلي ورته خبرداری ورکړل شوی؛ څو د مارچ میاشتې تر پایه پورې له اسلام او راولپنډۍ ښارونو څخه ووځي.

په‌ پاکستان کې د امریکا هغه افغان متحدین چې د پناه غوښتنې قضیې لري شمېر یې نږدې ۲۵زره کسانو ته رسېږي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د هغه کډوالو پر اېستلو هم غور کوي چې امریکا یې د پناه غوښتنلیکونه رد کړي یا ځنډولي دي.

د پاکستان حکومت بیا په خپل وروستي اقدام کې د ملګرو ملتونو د (POR) کارت لرونکو د مېشتېدو موده تر راتلونکي یوه کاله پورې وغځوله؛ خو ناقانونه کډوالو ته یې خبرداری ورکړ، چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

نور خبرونه

رادیو