طالبان: روان کال کې مو د هوا له لارې د ۲۹۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادارات او واردات کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۶

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په روان مالي کال کې یې د هېواد د درېیو هوايي ډګرونو له لارې د ۲۹۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کړي دي.

په دې صدادراتو او وارداتو کې وچه مېوه، لاسي صنایع، زعفران، درمل، جامې او برېښنایي وسایل وو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د صادراتو او وارداتو کچه ۲۹۰ میلیون ډالره وه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه واردات او صادرات د کابل، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو له لارې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له دغو درېیو هوایي ډګرونو د ۱۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت یې صادرات او ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت ورادات کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه صادرات او واردات اتریش، اردن، هسپانیا، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، سوېلي افریقا، المان، چین، هند او نورو هېوادونو ته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګر په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې د ستونزو د زیاتېدو خبره کوي.

طالبانو بیا تل ادعا کړې ده، سره له دې چې د افغانستان د صادراتو کچه یې لوړه کړې ده، خو ځینې ستونزې لا هم شته چې د دوی اقتصادي پرمختګ ننګوي.
دغه ډله وایي، چې د نړۍوالو له لوري لګول شوي بندیزونه، د افغانانو د شتمنۍ کنګل کول او وخت پر وخت د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لوري په سرحدونو کې د خنډونو جوړول هغه ستونزې دي، چې پر صادراتو او وارداتو یې منفي اغیزې کړي دي.
طالبان په داسې حال کې له دې ستونزو سرټکوي، چې همدا نن د پاکستان د ګمرک چارواکو وویل، چې د تورخم په دروازه به هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اوسط ډول د درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کېدل، خو په تېرو ۲۲ ورځو کې په دې دروازه هېڅ ډول سوداګرې نه ده شوې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو د یکشنبې په ورځ دغه راز زیاته کړه، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره هره ورځ دواړه هېوادونه له دوه اړخیزې سوداګرۍ درې میلیونه ډالر له لاسه ورکوي.
د دغو چارواکو په خبره، د تورخم دروازې له لاري هره ورځ له افغانستان څخه د ۱.۶ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۱.۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادارت کېږي.
د پاکستانو د ګمرکونو چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنخ په تېرو ۲۲ ورځو کې د ۶۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري نه ده شوې.

نور خبرونه

رادیو