په خیبرپښتونخوا کې افغان کډوال: طالبان چمتو نه دي چې مونږ د افغانانو په توګه ومني

AP ۱۴۰۳ کب ۲۶

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې مېشتو افغان کډوالو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د مارچ تر ۳۱مې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرورګرام لغوه کړي.

دغه کډوال وایي، چې طالبان دوی د افغانانو په توګه نه مني.

دوی ادعا کوي، چې د دوی درېیم نسل په پاکستان کې مېشت دی او په کابل کې د طالبانو ادارې په ښکاره د افغانانو په توګه د دوی له منلو انکار کړی.

د کډوالو یوه مشر حاجي ملک مجاهد شینواري ډان ورځپاڼې ته وویل، دوی ان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره خپل هېواد ته نه شي تللای.

هغه ادعا وکړه، چې ډېری افغان کډوال د پاکستان کمپیوټري شناختي کارډونه لري او په لویو ښارونو لکه اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او پېښور کې کاروبار کوي.

هغه وويل: "د اخراج د مهالوېش په ټاکلو سره د کډوالو ستونزو ته رسېدل غیر عادلانه دي."

د نوموړي په وینا، ډېری کډوال پاکستاني مېرمنې لري، په داسې حال کې چې د دوی ماشومان په محلي ښوونځیو او کالجونو کې زده کړې کوي.

هغه پر کابل هم غږ وکړ، چې له اسلام اباد سره دې "ښې" اړیکي وساتي تر څو په پاکستان کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ نه شي.

ښاغلي شینواري وویل، په افغانستان کې له ۱۹۸۰ کال راهیسې سیاسي او اقتصادي ثبات رامنځته شوی نه دی، نو له همدې امله د کډوالو راتلونکی پکې ښه نه دی.

هغه وویل: "موږ د موجوده ناڅرګندتیا له امله اندېښمن یو."

هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د اعتبار وړ اسنادو سره کډوالو ته په هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د افغان کډوالو په اړه د مرکزي حکومت پرېکړه په خیبر پښتونخوا کې د تطبیق وړ نه ده او دوی افغان کډوالو بېرته لېږلو ته نه مجبوروي.

نور خبرونه

رادیو