نبیل: منیر شاکر له دین څخه د ناوړې استفادې پر خلاف غږ پورته کړی و

AP ۱۴۰۳ کب ۲۵

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون وویل: «هغه له دین څخه د ناوړې استفادې پر خلاف غږ پورته کړی و.»

نوموړي د مفتي شاکر وژل کېدل د دیني ټولنې لپاره ستره ضایعه بللې ده.
ښاغلي نبیل په خپل اېکس کې لیکلي: «د مفتی منیر شاکر شهادت د دینی ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه ده. هغه د دین څخه د ناوړې استفادې پر خلاف غږ پورته کړی و. الله تعالی دې مرحوم ته مغفرت، او خپلوانو ته د زړه صبر ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کاروونکي بیا ‏د مفتي منیر شاکر وژل کېدل تصمیم شوی عمل بولي.
د اېکس پاڼې یوه کاروونکي لیکلي: «پاکستان د منظور پښتین شاوخوا نېږدی کسان د اکتوبر د ۱۱مې له جرګې وروسته یا نیولي یا یې وژلي. پنجاب د منظور پښتین کمزوری کول غواړي او ورته وایې چې شاوخوا کسان مې درنه ووژل یا بندي کړل، ته دې بیا په خپلې کړلې محاسبې یو نظر وکړه.»
‏د کوزې پښتونخوا مشهور ديني عالم مفتي منير شاکر د شنبې په مازدیګر د پښتونخوا په اورمړ سیمه کې په یوه جومات کې د چاودنې له امله ټپي شو، چې د سختو ټپونو له امله روغتون کې مړ شو.
دا پېښه له سختو غبرګونو سره مخ شوې ده او د مفتي شاکر زوی د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې ترڅو یې د پلار د وژنې مسوول معلوم نه شي، د هغه جنازه به نه کوي.
د یادولو ده، چې مشهور عالم دین او د لشکر اسلام بنسټ اېښودونکی مفتي منیر شاکر د یو متنازع شخصیت په توګه پېژندل کېده.
نوموړي په ۲۰۰۴ کال کې د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلع کې د لشکر اسلام بنسټ کېښود، چې ورپسې یې په دیني او سیاسي حلقو کې شهرت وموند.

نور خبرونه

رادیو