یو عادي افغان چې سیاسي علوم یې نه وي لوستي او نه یې سیاست کړی وي، هغه هم په دې پوهیږي چې د هیوادونو تر منځ تعلقات د دوه اړخیزو ګټو په اساس ولاړ دي. کله چې ګټې سره په ټکر کې یا جدا شي نو بیا خیر شما او خیر ما کیږي.
له دې کبله د هر هیواد جنګ او سیاست باید د خپل هیواد د ګټو لپاره وي. هره خبره او پالیسي چې کوم افغان سیاستمدار (که یې لرو) او یا جنګې ډله مطرح کوي، باید دافغانستان ګټې پکې مطرح وي.
د ځنیو په نامه سیاسي مشرانو او جنګې ډلو نه دا سوال په کار دی چې ایا ستاسي سیاست او جنګ د افغانستان د ګټو لپاره دی او یا د تیر په څېر د بل هیواد د ګټو لپاره مبارزه او جنګ کوئ؟
د یادونې وړ ده چې په تیرو پنځو لسیزو کې د نورو هیوادونو او ګاونډیانو د ګټو لپاره ډیر جنګونه وشول. د حکومتونو، سیاسي او جنګي ډلو د غلطو سیاسي تګلارو له امله افغانستان د نړۍ د هر ډول اسلامي او مذهي، سوسیالستي او امپریالستي، تروریستي او نیابتي، خپلمنځي، سیمه ییزو او نړیوالو رقابتونو او جنګونو په ځاله بدل شو چې بالاخره د دغو جنګونو قرباني افغانستان او افغانان شول.
د دغو جنګونو له امله افغانستان د جنایي، تروریستي او د مخدره موادو د مافیا په مرکز بدل شو. که څه هم د شرق او غرب، د عربو او عجمو په لکونو پوځونه او میلیاردونو ډالره افغانستان ته لاړل خو د افغانستان او د افغانانو په ژوند کې تغیر رانغی. اوس هم افغانستان د اسیا په کچه له ټولو نه وروسته پاتې او غریب هیواد دی.
د دغو جنګونو له امله افغانستان او افغانان اوس هم په انزوا کې دي. نه بانکي سیستم فعاله دی، نه تعلیمي نظام یې تعلیي نظام ته ورته دی او نه حکومتولې یې حکومتولې ته ورته ده. افغانستان مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت او نظام نه لري او یوه وړه مافیايي ډله چې د مشر هویت او قواره یې معلومه نه ده، دافغانستان په ولس حکومت کوي.
تېر ته یو نظر ستنېدل
که په لنډه توګه د تیرو پنځو لسیزو پیښو ته نظر واچوو او تکرار یې اړین بولم ځکه د اکثرو افغانانو اوږده حافظه کار نه کوي او د لنډې حافظې په درلودلو سره مرده باد او زنده باد وایي. کله د یو کس نه په یوه ورځ کې قهرمان او په بله ورځ کې خاین جوړوي.
د ثور د کودتا نه وروسته، د خلق دیموکراتیک ګوند به ویل چې دوی د شوروي اتحاد نه مخکې روان دي ځکه دوی راسا د فیوډالي نظام نه کمونیستي مرحلې ته داخل شول. حال دا چې په افغانستان کې نه فیوډالي نظام و او نه کارګري جنبشونه او فابریکې. دوی د خپلې ټولنې عیني او ذهني شرایط په نظر کې ونه نیول نتیجه یې د شوروي اتحاد یرغل او ورپسې د ګاونډیانو او نړۍ پراخه لاسوهنو ته مساعده شوله.
د اسلام اباد او تهران جهادي ډلو هم ویل چې دوی په افغانستان کې سل په سلو کې اسلامي نظام د راوستلو لپاره جنګیږي او د لا شرقیه او لا غربیه شعارونه یې هم ورکول حال دا چې لا غربیه روزل، تمویلول او په شا ډبول.
پاکستان ویل چې د افغانستان جهاد د پاکستان د دفاع لپاره دی. امریکا، غرب او عربو به ویل چې د افغانستان جهاد د کمونیزم د مخنیوي لپاره سنګر دی، که نه شوروي اتحاد به د هند سمندر ته ورسیږي او اسلامي هیوادونه به د شوروي اتحاد او کمونیزم د کنترول لاندې راشي.
طالبان هم تیره دوره کې د پاکستان د ګټو لپاره رامنځته شول چې پاکستان ته د مرکزي اسیا په لورې د تجارت تګ او راتګ لاره هواره شي ځکه هغه وخت په داخل د افغانستان کې داخلي جنګونه وو او مرکزي اسیا هیوادونه تازه د شوروي اتحاد نه مستقل شوي او د تجارت زمینه مساعده وه.
په امریکا کې د سپتمبر یوولسمې نیټې د پیښې نه وروسته امریکا بیا افغانستان ته له تروریزم سره د مبارزې او په دنیا کې د هژموني سیاست د تقویه کولو لپاره لاړه. بیا هم د وخت د سیاسیونو د غلطو پالیسیو له امله افغانستان قرباني ورکړه او له دغې موقع نه د افغانستان په ګټه لکه څنګه چې لازمه وه، استفاده ونه شوه.
طالبانو بیا د پاکستان د ګټې لپاره د تیر حکومت په ضد جنګونه پیل کړل او دا یې هیر شول چې تیر ځل دوی څنګه له منځه یوړل شول، او څنګه د دوی مشران په پاکستان کې بندي، بې ابه، بې عزته او ووژل شول؟ که نه د ملا برادر او ملاضعیف نه دې پوښتنه وکړي. طالبانو د دویم ځل لپاره د بیا قدرت نیولو نه وروسته، دوی بیا د پاکستان د ګټو لپاره داسې تګلاره غوره کړله چې د دوی د حکومتولۍ ماډل نه په اسلام کې شته او نه د دنیا په نورو هیوادونو کې. افغانستان پنځوس کاله بیا بیرته شاته لاړ.
د اسلام اباد ویندویان
اوس، ځینې سیاسي ډلې چې د طالبانو مخالفې دي او یا د جنګ ډنډورې وهي، د هغوي اوس هم مخ او څټ معلوم نه دی. کله د تهران سندرې وایي او کله د اسلام اباد ویاندویان جوړیږي. د بلوچانو جنګ د پاکستان د استبلشمینټ د ظلم په وړاندې راولاړ شوی او دا دهغوي برحقه مبارزه ده چې له څو لسیزو راپدیخوا روانه ده. که د بلوچانو د ازادۍ جګړې ته دوی تروریزم وایي نو بیا خو دوی هم د تروریزم بقایا دي ځکه د دوی پلرونو او د جهادي تنظیمونو جهاد هم ترورستي جګړې وې او اوس هم تروریستي عملیات تر سره کوي.
خبره بیا هم دا ده چې د طالبانو حاکمه ډله او هم مخالفې جبهې او اکثره سیاسي ډلې فقط د خپل قدرت ساتلو او نیولو لپاره هلې ځلې کوي. کله وایي چې تاجک او داعش سره مشابه ارزښتونه لري، کله د اسلام اباد ویاندویان جوړیږي، کله په تهران، استانبول او مسکو کې د سیمې د استخباراتو سره ملاقاتونه کوي او کله د امریکا په ځینو کرایي تیڼک ټینکونو کې ویناوې کوي. کله د امریکا کوم کانګریس مین ته د لابیګرو ادارو له لارې ځان رسوي او فکر کوي چې امریکا د دوی له غمه مړه ده.
دوی ته نه ملي منافع مهم دي او نه د افغانستان د ثبات، استقلال او د خلکو ارامي او سوکالي. که دوی ته د قدرت د نیولو ټټر هر چا وواهه، د خپلو شخصي ګټو او قدرت ته د رسیدو لپاره د هر چا په خدمت کې کرایه کیدلی شي او دوی ورته ټټر وهي. د افغانستان د ملي منافعو په سر د هر چاسره دوی معاملې ته حاضر دي. همدا علت دی چې له داسې ډلو او اشخاصو سره ګډه مبارزه او تګ امکان نه لري.
سیاست او جنګ کې یو څه اصول باید د ملي منافعو په رڼا کې همیشه په نظر کې ونیول شي. فرق نه کوي که سیاسي مبارزې په لنډمهال کې رنګ رانه وړ او یا کامیابه نشوه ځکه سیاسي مبارزه یوه اوږدمهاله پروسه ده. د یو بد حالت نه بل بد حالت ته څوک لاس نه اچوي او نه ورته زمینه مساعدوي.
خو د افغانانو جنګې ډلې او په نامه سیاسیون په دې قصه کې نه دي ځکه د دوی لپاره معیار فقط لنډمهالې ګټې دي، دا چې تاریخ په دوی څه قضاوت کوي او سبا ته د دوی سرنوشت به څنګه وي، یا په افغانستان کې څه کیږي، د هغوی په قصه کې نه دي ځکه دوی په مردارو او استخباراتي معاملو کې زیږیدلي، لوی شوي او تغذیه شوي دي. اوس هم دوی غواړي چې د مردارو چینلونو له لارې قدرت ونیسي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.