په لاهور کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ لوبه د دوامدار اورښت امله بې پایلې اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه. اسټرالیا له دغه ګروپ نېمه پایلوبې ته ووتله.
افغان لوبډلې په ننۍ لوبه کې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د اسټرالیا لوبډلې ته یې د ۲۷۴ منډو هدف ورکړ.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې اسټرالیا په ۱۲،۵ اورونو کې د یوې ویکټې په زیان سره ۱۰۹ منډې جوړې کړې، خو په لاهور کې د دوامداره اورښت له امله لوبه بې پایلې اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته ۱-۱ نمره ورکړل شوه.
د دغه یوې یوې نمرې په ترلاسه کولو سره د اسټرالیا ټولې نمرې څلور شوې او د اتلانو لیګ کې د بي په ګروپ کې نېمه پایلوبې ته ووتله.
اسټرالیا له انګلینډ د لوبې په ګټلو دوې نمرې ترلاسه کړې وي او له سوېلي افریقا سره یې بیا لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوې وه او یوه نمره ورکول شوې وه.
افغانستان او سوېلي افریقا نېمه پایلوبې ته د تګ چانس لري، خو د افغانستان چانس د سوېلي افریقا په پرتله کم دی.
نېمه پایلوبې ته د افغانستان د تګ چانس
افغانستان خپله لومړۍ لوبه سوېلي افریقا ته د ۱۰۷ منډو په توپير وبایلله چې په دې سره سوېلي افریقا د دوو نمرو ترلاسه کولو ترڅنګ د منډو اوسط هم لوړ شو.
افغانستان هم بیا په دریو لوبو کې یوه بایللې، یوه ګټلې او یوه یې هم مساوي کړې ده. اوس د سوېلي افریقا او افغانستان د ۳-۳ نمرو په لرلو سره مساوي دي خو سوېلي افریقا منډو اوسط ۲،۱۴۰ او افغانستان د منډو اوسط منفي ۰،۹۹۰ دی. په دې ترتیب سره سوېلي افریقا له افغانستان مخکې ده.
خو سبا د سوېلي افریقا او انګلینډ ترمنځ لوبه نېمه پایلوبې ته د ورتګ لپاره د افغانستان او سوېلي افریقا لپاره برخلیک ټاکونکې وي.
که سبا سوېلي افریقا له انګلینډ لوبه وګټې مستقیم نېمه پایلوبې ته ځي او یا هم که لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسیږي بیا هم سوېلي افریقا یوه نمره ترلاسه کوي او نېمه پایلوبې ته ځي.
که سبا د انګلینډ لوبډله له سوېلي افریقا د ۲۰۰ په شاوخوا منډو په توپیر لوبه وګټې نو افغانستان ته به د نېمه پایلوبې د ورتګ چانس پیدا شي او که سوېلي افریقا تر دوه سوه د کمو منډو په توپير لوبه وبایلي نو د اتلانو جام کې د افغانستان سفر پای ته رسیدلی دی.