د افغانستان د ښځینهو کرېکټ ملي لوبډلې غړې فېروزې امیري له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په اتلانو جام کې د افغانستان او برېتانیا ترمنځ د لوبې پرېکون «د افغانستان د ښځو پر وضعیت کوم اغېز» نه کوي.
هغه د کرېکټ نړۍوالې شورا لهخوا د ښځینه لوبډلې په رسمیت پېژندو غوښتونکې شوه.
د برېتانیا د کرېکټ ملي لوبډله د اتلانو جام په یوې حساسه لوبه کې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته اسټرالیا ته کډواله شوه وویل، چې په دغو درېیو کلونو کې د کرېکټ د نړۍوالې شورا لهخوا بابېزه ګڼل شوې او د دوی څخه د ملاتړ غوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
که څه هم د کرېکټ نړۍوالې شورا د قانون له مخې، هغه هېوادونه چې د ښځو کرېکټ ملي لوبډله نه لري، نه شي کولای چې د نارینهو نړۍوالو لوبو کې ګډون وکړي؛ خو د افغانستان د نارینهو کرېکټ ملي لوبډله لاهم په نړۍوالو لوبو کې د لوبېدو اجازه لري او د هغوی لپاره کوم محدودیت په پام کې نه دی نیول شوی.
له دې سره د افغانستان د ښځینهو کرېکټ ملي لوبډلې غړې فېروزه امیري ټینکار کوي، چې د برېتانیا لهخوا د لوبې سره پرېکون یوه مناسبه حل لار نه ده.
هغې د سکای نیوز ورزشي برخې ته وویل: «دا چې نړۍ غواړي له موږ او افغان ښځو ملاتړ وکړي، یوه ښه هڅه ده؛ خو زه خپله داسې فکر کوم، چې پرېکون به اغېز ونه کړي.»
فېروزې د افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکې په اړه وویل: «د هغې وخت رارسېدلی، چې د کرېکټ نړۍواله شورا یو ګام واخلي او موږ د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني او اجازه راکړي، چې په نړۍواله کچه سیالي وکړو. او یا موږ دې د کډوالې لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني؛ تر څو د افغانستان استازيتوب وکړای شو.»
د افغانستان د مخکیني حکومت تر پرځېدو وړاندې د هېواد کرېکټ بورډ ژمنه کړې وه، چې د ښځو د کرېکټ د ودې په برخه کې پروګرامونه پیلوي او ۲۵ لوبغاړې یې ملي لوبډلې لپاره ټاکلې وې؛ خو دغه اقدام د ۲۰۲۱کال په نیمایي کې په ټپه ودرېده.
د افغانستان د نارینهو کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی جاناتان تروت وایي، لوبغاړي یې پوهېږي چې «په هېواد کې یې وضعیت سم نه دی» او د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو بندیزونو خبر دي.
هغه په اتلانو جام کې له برېتانیا سره د یوې حساسې لوبې له پیل وړاندې په لاهور کې بيبيسي ته وویل: «زموږ لوبغاړي د سم او ناسم ترمنځ په توپیر پوهېږي. د هغوی لپاره یو پېچلی وضعیت دی. زه هڅه کوم، چې د هغوی دغه وضعیت درک کړم.»
د لوبې تر مخه په یوې خبري غونډه کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي وویل: «ټول غواړي، چې د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړي هم وشي کړای، کرېکټ وکړي.»
خو هغه د برېتانیا لهخوا د افغانستان سره د لوبې د پرېکون په اړه وویل: «موږ لوبغاړي یو او یوازې هغه څه چې په لوبغالي کې کېږي پرې کار کولای شو، سیاست زموږ په واک کې نه دی.»
تر ۱۶۰ ډېرو بریتانیايي سیاستوالو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د برېتانیا له کرېکټ ملي لوبډلې وغوښتل، چې د طالبانو سره د اعتراض لپاره دې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره له لوبې ډډه وکړي.
ورته مهال د برېتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر د کرېکټ نړۍوالې شورا د قوانینو د پلي کولو غوښتنه وکړه؛ خو د برېتانیا د کلتور وزیرې لیزا نندي ټینګار وکړ، چې لوبه باید ترسره شي؛ تر څو د برېتانیا لوبډله تاوان ونه کړي او وړاندیز یې وکړ، چې برېتانوي چارواکي دې په دغو سیالیو کې ګډون ونه کړي.
له دې سره د برېتانیا کرېکټ بورډ منلې، چې د دغه هېواد لوبډله به په لوبو کې ګډون وکړي.
د دغې لوبډلې اجراییوي مشر ریچارډ ګولډ سکای نیوز ته وویل:« د لوبې سره پرېکون به یو بې پایلې اقدام وي. طالبان پرې سر نه خوږوي. تر نیمایي ډېر طالبان اصلأ نه غواړي، چې په افغانستان کې د کرېکټ لوبه وشي؛ نو له دې امله دغه ډول اقدام به د افغانستان د خلکو په ګټه نه وي.»