طالبانو کابل کې د یوې موسسې ښځينه او نارینه کارکوونکي په خپل دفتر کې څو ساعته بندیان کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۴

یوې باوري سرچینې، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ طالب وسله وال په کابل کې د «ښځه د ښځو لپاره» په نوم موسسې ته ورغلي او د یادې موسسې ښځینه او نارینه کارکونکي یې د څو ساعتونو لپاره په خپل دفتر کې بندیان کړي.

سرچینې زیاته کړه، يوه ډله طالب وسله وال ناببره دفتر ته ورغلي او دوی یې په خپلو دفترونو کېد ساعتونو لپاره بندیان کړي: «له موږ یې د وسلو او مهماتو په اړه څېړنې پیل کړې، حال دا چې موږ داسې هېڅ نه لرل.»

سرچینې وویل، طالب وسله والو له څېړنو وروسته د یادې موسسې ښځينه کارکونکو ته له څو ساعتونو وروسته د شپې لس بجې، او نارینه کارکوونکو ته د سهار څلور بجې اجازه ورکړې چې کورونو ته ولاړ شي.

هغه وړاندې وايي: «همداشان یې یو نارینه کارکونکی له ځان سره وړی، چې اوس مهال هغه هم له بند څخه راخوشې شوې دی.»

ویل کېږي چې د یادې موسسې کارکوونکي د طالب وسله والو له ویرې له څو ورځو راهیسې خپل کار ته نه دي حاضر شوي او په کابل کې د دغې موسسې دفتر لاهم تړلی دی.

د دغې موسسې کارکوونکو وویل، چې دوی په خپل دفتر ورځنۍ دندې پر مخ بیايي، او له وسلو سره هیڅ ډول کار نه لري، خو طالبانو په دې تور چې په دفتر کې یې وسلې پلټي په ساعتونو له دوی پوښتنې او ګروېږنې کړي او دوی بندیان ساتلي وو.

هڅه مو وکړه، چې د دغې موسسې له مشرې سره د یادې موضوع په اړه خبرې وکړو، خو هغې د طالبانو له وېرې له خبرو کولو ډډه کوله.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم طالبان په داسې موضوع ګانو کې له رسنیو سره خبرې کوي.

د یادولو وړ ده چې، د«woman for women» موسسه په افغانستان کې د ښځو د وړتیا لوړونې، د ښځو حقونه او په کورني اقتصاد کې د ښځو په ونډه تر سرلیک لاندې په ګڼو ولایتونو کې کار کوي.

افغانستان کې د موسسو موثریت د بشري حقونو، تعلیم، او روغتیا په برخو کې د پام وړ دی، خو د طالبانو د واکمنۍ له امله د دې موسسو فعالیتونه او اغیزمنتوب په جدي توګه اغېزمن شوي او لاهم طالبان غواړي چې له فشار اچولو په ګټې اخیستنې هغه موسسې چې د ښځو حقونو لپاره کار کوي وتړي.

نور خبرونه

رادیو