رویترز خبري اژانس لږترلږه د درېیو ډېپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي، چې د امریکا متحدهایالاتو پر اوکراین د روسیې برید د درېیمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک مسودې له ملاتړ څخه ډډه کړې ده.
یوې ډېپلوماټيکې سرچینې رویټرز ته وویل : «اوس مهال، وضعیت دا دی چې امریکا به یې لاسلیک نه کړي، خو د نورو هېوادونو د ملاتړ د راخپلولو لپاره هڅې روانې دي.»
په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې پر سر د کیف له حضور پرته د روسيې او امریکا لوړپوړو چارواکو ترمنځ مذاکرات روان دي، ورسره هممهاله ټرمپ د اوکراین په جګړه کې د زېلېنسکي پر مدیریت سخت انتقادونه لري.
نوموړي تېره ورځ د ټروټ شبکې له لارې په یو پیغام کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي «له ټاکنو پرته دېکتاتور» وباله او زیاته یې کړه چې هغه په اوکراین کې ډېر لږ محبوبیت لري او له همدې امله د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.
د امریکا ولسشمر د اوکراین په جګړه کې د امریکا پر لګښتونو د شدیدو نیوکو ترڅنک ویلي چې هېواد یې د اروپا په پرتله په دې جګړه کې ډېر لګښتونه لګولي دي.
هغه همداراز، له اوکراین سره د بایډن دولت پر مرستو نیوکه کړې او زیاتوي، زېلېنسکي اعتراف کړی چې د متحدهایالاتو له خوا لېږل شوې نیمایي پیسې نادرکه شوې دي.
بل خوا زېلېنسکي څو ورځې مخکې په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې اوکراین به د امریکا له ملاتړ پرته د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.