د بریتانیا لومړی وزیر: موږ چمتو یو، چې اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه واستوو

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۹

رویټرز خبري اژانس نن د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۹مه نېټه) راپور ورکړی، چې د بریتانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر ویلي دي، چې چمتو دی د خپل هېواد سرتېري د سوله ساتو ځواکونو په توګه اوکراین ته واستوي.

هغه وویل، چې دغه پرېکړه یې د اوکراین د امنیت، تلپاتې سولې ټینګښت او همداشان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېري څخه د مخنیوي لپاره کړې ده.

سټارمر ټینګار کړی، چې د اوکراین امنیت باید تضمین شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر ژر به د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

رویټرز خبري اژانس څو ورځې د مخه راپور ورکړی و، چې د امریکا او روسیې چارواکي به په نږدې راتلونکو ورځو کې په سعودي عربستان کې سره وګوري؛ تر څو د روسیې او اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه سره خبرې وکړي.

ټرمپ ټینګار کوي، چې سعودي عربستان د اوکراین د سولې د خبرو اترو لپاره مناسب ځای دی.

له بلې خوا، اوکراین او نور اروپايي هېوادونه اندېښمن دي چې د پوتین سره د ټرمپ په خبرو اترو کې د کیف سرې کرښې له پامه ونه غورځول شي.

نور خبرونه

رادیو