سعودي: په ۲۰۲۴ کال کې له اتلس اعشاریه پنځه میلیونو زیاتو حاجیانو حج او عمره کړې

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۵

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر توفیق الربیع د دوشنبې په ورځ وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۸،۵ میلیونو څخه زیاتو بهرنیو حاجیانو د حج او عمرې مراسم ترسره کړي دي.

الربیع په جده کې د حج او عمرې د کنفرانس او نندارتون په څلورمه ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې دا د پاچا سلمان په لارښوونو د ولیعهد محمد بن سلمان لاسته راوړنه ده.
نوموړي په وروستیو پرمختګونو په تېره بیا روضه شریف کې د نبوي جومات د زیارت کونکو په اړه وویل، چې په ۲۰۲۲ کال کې د زیارت کوونکو شمېر څلور میلیونه کسان وو، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا دا شمېر ۱۳ میلیونو ته لوړه شوی.
په دغه ناسته کې وزیر د "نووسک" ایپ یوه پرمختللې نسخه هم وړاندې کړه، چې اوس ۱۰۰ اضافي خدمتونه وړاندې کوي او د زیارت تجربې چمتو کولو لپاره ډیزاین شوی.
الربیع په تېر کې ستونزې ومنلې، چې حاجیان د خپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې ورسره مخ وو.
نوموړي وويل: "د زيارت سفر، چې يو وخت له ستونزو او ستړياوو ډک و، اوس په يوه اسانتيا او ډاډمنتيا بدل شوى، چې ټولو حاجيانو ته هر اړخيز خدمتونه شتون لري."

نور خبرونه

رادیو