د ویتنام لومړی وزیر فام مین چین د امریکایي تعرفو له اغېزو سره د مقابلې لپاره د نویو سوداګریزو تړونونو په لټه کې دی. هغه ویلي، چې دغه هېواد سږکال نوي سوداګریز تړونونه څاري؛ ترڅو د امریکا لهخوا د لګول شويو تعرفو اغېز کم کړي.
هغه د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د ویتنام صادرات به د ستراتیژیکو سیالیو، شخړو او د امریکا د لوړو تعرفو له امله له ستونزو او ننګونو سره مخ شي.