د امریکا د ټیکساس ایالت په ډالاس ښار کې د کډوالو او ګمرکي پلټنې ادارې (ICE) پر یوه مرکز د چارشنبې په ورځ ډزې شوې، چې په نتیجه کې یې یو کس وژل شوی او دوه نور په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو ویلي چې مشکوک کس هم وژل شوی دی.
د ډزو ابتدایي تحقیقات ښيي چې بریدګر له ګاونډۍ ودانۍ څخه پر مرکز ډزې کړي.
د امریکا د کډوالو د څارنې او ګمرکي ادارې سرپرست ټاد لیونز ویلي چې درې کسان په پېښه کې ټپیان شوي او ټول روغتون ته لیږدول شوي.