پزشکیان وايي چې ایران د اتومي وسلو په لټه کې نه دی

۵ ساعتونه مخکې

د ایران ولسمشر وايي، په تېرو دوو کلونو کې نړۍ د غزې نسل‌وژنې، پر ایران د برید، د لبنان له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونو، د سوریې د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړۍ، د یمن پر خلکو د بریدونو او د ماشومانو د لوږې له امله د مړینې شاهده وه. هغه وویل، چې ایران اتومي وسلې نه جوړوي.

پزشکیان ټینګار وکړ چې دغه پېښې د نړۍ تر ټولو ځواکمنې وسله‌والې ادارې د ملاتړ لاندې، د ځان‌دفاع په پلمه ترسره شوې دي. هغه وپوښتل ایا تاسې به داسې څه د خپلو ځانونو لپاره ومنئ؟ د سیمې او نړۍ د ثبات ګډوډوونکی څوک دی؟ د نړیوالې سولې او امنیت اصلي ګواښ څوک دی؟ د بشریت د زرين اخلاقي اصل سرغړوونکی څوک دی؟

هغه د جون په میاشت کې د ایران پر ښارونو د اسراییل او متحده ایالاتو هوايي بریدونه «وحشیانه تېری» وباله او ویې ویل چې دا بریدونه د ډېپلوماټیکو هڅو، نړیوال اعتماد او د سیمې د ثبات لپاره لوی زیان دی.

هغه د نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو او هېوادونو مننه وکړه چې د جګړې پر مهال یې له ایران سره یووالی ښودلی. هغه وویل چې د ایران د خلکو مقاومت د اوږدمهالو اقتصادي بندیزونو، روانې رسنیزې جګړې او د داخلي اختلاف خپرولو هڅو سره سره، د ملي حاکمیت او امنیت د ساتنې مثال دی.

پژشکیان زیاته کړه چې راتلونکی باید د انساني کراماتو، کلتوري تنوع، ملي حاکمیت، اقتصادي ثبات، د انرژۍ امنیت، او چاپېریال ساتنې پر اصولو ولاړ وي.

نوموړي وویل، چې د نړۍ هېوادونه باید د زور له لارې تحمیل شوې سولې پر ځای د عدالت پر بنسټ سوله تامین کړي.

پزشکیان وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت سوله او ثبات ته هرکلی وايي.

هغه وویل، «موږ باور لرو چې د سیمې او نړۍ راتلونکی باید پر همکارۍ، اعتماد، او ګډ پرمختګ جوړ شي. په دې چوکاټ کې، ایران د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان جمهوریت ترمنځ د سولې پروسې ملاتړ کوي او هیله لري چې پایله یې دوامداره وي او د دې دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو بنسټ جوړ کړي.»

هغه زیاته کړه چې ایران هیله لري چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅې د روسیې او اوکراین ترمنځ یو عادلانه او دوامداره تړون رامنځته کړي او د دې بحران له امله رامنځته شوې انساني کړاو ته تسکین ورکړي.

د ایران ولسمشر د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د دفاعي تړون هرکلی وکړ، او هغه یې د غربي اسیا د مسلمانو هېوادونو په سیاسي، امنیتي او دفاعي برخو کې د همکارۍ د یوه پراخ سیمه‌ییز امنیتي سیسټم د پیل په توګه وباله.

په پای کې، ایران پر قطر د اسراییل برید وغنده.

نور خبرونه

رادیو