د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د نوي توغندي اډې پرانسته وکړه. د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي د دغه پرانیستې پر مهال ګواښ وکړ چې د دغه توغندیو پر مټ به ډېر ژر د اسراییل مهمې اډې په نښه او له منځه یوسي.
د سپاه پاسداران قوماندان د ګواښ په بڼه وویل، په ډېر لنډ وخت کې به دغه ارامه اور غورځوونکي د دښمن پر سر غورځېدو ته چمتو شي.
نوموړي ویلي: «د صادق ۲ عملیاتو په لړ کې د دغې اډې راکټونه د اسراییل رژیم د ایف ۳۵ جنګي الوتکو اصلي ځاې له مینځه وړي او اسراییلي رژیم تراوسه نه دی توانیدلی چې دغه هوایي ډګر بیرته په شا کړي.»
حسین سلامي وویل، چې د ایران د توغندیو تولید دوام لري او ډېر ژر به د نويو تولید شويو توغنديو اډې پرانیځي.
د ۲۰۱۷ کال د جولای په میاشت کې د ایران په مرکزي صحرا کې د ایران د توغندیو غږ د تلویزیون د کمرې د لینز له لارې نړۍ ته خپور شو. په هغه وخت کې د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان سردار حسین سلامي ویلي و، چې دا د ایران د توغندیو او وړتیاوو یوه کوچنۍ برخه ده.