د جاپان هوايي شرکت (جاپان ایرلاینز) د پنجشنبې په ورځ وویل، چې پر شرکت یې سایبري برید شوی، چې په پایله کې یې د دغه شرکت د کورنيو او نړیۍوالو الوتنو سیسټم اغېزمن شوی.
د جاپان ایرلاینز د پنجشنبې په ورځ د الوتنو لپاره د ټکټونو پلور هم ځنډولی.
د جاپان ایرلاینز ویاند په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه برید د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي شپږمه) شوی، هغه د ایکس په دغه یادښت کې د الوتنو د احتمالي لغوه کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې دغه برید چا او کوم هیواد کړی دی.