حماس: د اسراییل نوي شرطونه د غزې د اوربند په هوکړه کې د ځنډ لامل ګرځي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۶

حماس ویلي، چې د اسراییل له‌خوا وضع شوي نوي شرطونه په غزه کې د اوربند تړون ځنډوي.
د حماس له‌خوا په خپور شوي بيان كې ويلي شوي، چې دغې ډلې د قطر او مصر په منځګړيتوب د اوربند په خبرو كې نرمي ښودلې ده.

حماس ویلي دي، چې د اوربند لپاره خبرې اترې لا هم په سم لوري روانې دي.
خو په وینا یې، اسراییل له غزې څخه د وتلو، اوربند او د یرغمل شویو فلسطینیانو د بېرته ستنېدو په اړه نوي شرطونه وضع کړي دي.
حماس وايي، د اسراییل دغه نوي شرطونه د اوربند تړون ځنډوي.
له بل پلوه د اسراییل ولسمشر پر لومړي وزیر نتنیاهو غږ کړی، چې په غزه کې د بندیانو د بېرته ستنولو لپاره اوربند ته غاړه کېږدي.
هغه ویلي، چې د یرغمل شویو کسانو ژوند په خطر کې دی؛ نو له دې امله په مشرتابه غږ کوي، چې د اوربند لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
یو خوا د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند خبرې روانې دي او له بلې خوا بیا ‏په غزه کې د اسراییل بریدونه لاهم دوام لري.

نور خبرونه

رادیو