د ترکیې د چاودیدونکو توکو د تولید کارخونه کې یوې چاودنې ۱۲ کسان وژلي‌ دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۴

په ترکیه کې د بالیکسیر ښار په یوه فابریکه کې د چاودیدونکو توکو د تولید پر مهال یوه زوروره چاودنه شوې چې ۱۲ تنه یې وژلي او پنځه تنه یې ټپیان کړي دي.

د دغې چاودنې د رامنځته کېدو علت تر اوسه نه دی څرګند شوی؛ خو د دغه هېواد چارواکو ویلي چې "د دې پېښې په تړاو د ورانکارۍ هېڅ اټکل نه شته."

دغه چاودنه د سې شنبې په ورځ د (مرغومي څلورمه) د بالیکسیر ښار د کارسي په سیمه کې د یوې فابریکې په هغه برخه کې شوې چې د چاودیدونکو توکو د تولید لپاره کیپسولونه جوړوي.

د بالیکسیر والي اسماعیل اوستااوغلو، ویلي چې د دغې چاودنې له امله د فابریکې ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلې ده. ګڼ شمېر د بیړنیو خدمتونو ډلې او روغتیايي ټیمونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.

د ترکیې حکومت څلور عمومي څارنوالان د څېړنو لپاره د پېښې ځای ته لیږلي دي. چارواکي ګومان کوي چې ښایي دغه چاودنه د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوې وي.

نور خبرونه

رادیو