د اوکراین په کریوي ریح کې د روسیې توغندیز برید کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۴

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د سې شنبه په ورځ د اوکراین په مرکزي ښار کریوي ریح کې پر یوې ودانۍ یو بالسټیک توغندی ولګېد، چې له امله یې یو کس ووژل شو او ۱۵تنه نور ټپیان شول.

دغو چارواکو د څلورو کسانو روغتیایي حالت نازک بللی دی.

اوکرایني چارواکو د ویلادمیر زېلېنسکي پر ټاټوبي دغه برید غندلی دی.

د ښار د نظامي ادارې مشر اولیکسندر ویلکول په ټېلګرام لیکلي: «راکشسانو په یوه څلور پوړیز استوګنځي چې ۳۲ اپارتمانونه یې لرل، په مستقیم ډول برید کړی.»

د سیمې والي سیرهي لیزاک ویلي، چې د یوه سړي مړی د خاورو له لاندې را اېستل شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې یوه ښځه هم وروسته له دې چې څلور ساعته د خاورو لاندې وه ژغورل شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده.

د اوکراین د بشري حقونو څارونکي ډېمېترو لوبینیتس په ټېلګرام لیکلي: « په داسې حال کې چې د نړۍ نور هېوادونه کرسمس لمانځي، اوکراینیان د روسیې له نه ختمیدونکو بریدونو سره مخامخ دي.»

کریوي ریح یو فولاد جوړونکی ښار دی، چې د جګړې دمخه نفوس یې له۶۰۰ زرو څخه ډېر وو.

نور خبرونه

رادیو