امریکا په یو هوایي برید کې چې په سوریه کې یې کړی د داعش دوه تنه غړي وژلي دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۴

د امریکا د مرکزي قومندې دفتر سنتکام ویلي، چې په هغه کره برید کې چې د سوریې په دیرالزور سیمه کې یې کړی، د داعش دوه تنه غړي یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د سنتکام په خبرپاڼه کې راغلي، دغو ترهګرو غوښتل چې په سیمه کې وسلې ځای په ځای کړي چې برید پرې وشو.
د سنتکام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د «ډسمبر په ۲۳مه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو په یو کره هوایي برید کې چې د سوریې د دیرالزور په سیمه کې یې کړی د داعش دوه تنه غړي وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.»
د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، دغه برید په هغې سیمه کې شوی، چې پخوا د سوریې د رژیم او روسیې په واک کې وه.
د امریکا د ځواکونو مرکزي قومانداني سنتکام د لیندۍ په ۳۰مه هم ویلي و، چې د درالزور په سیمه کې یې د داعش ډلې مشر ابو یوسف چې په محمود مشهور و د یو بل کس سره وژلی دی.

نور خبرونه

رادیو