په سعودي عربستان کې سږ کال تر ۳۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۴

سعودي عربستان سږ کال ۳۳۰ مجرمین اعدام کړي، چې دا په څو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د دغه هېواد حاکم محمد بن سلمان په ۲۰۲۲ کې ادعا کړې وه، چې د اعدام سزا یې پرته د قتل له قضیو له منځه وړې ده.

تر دې مخکې، په سعودي عربستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۲ او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۶ مجرمانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې وه.

سږ کال تر ۱۵۰ ډېر کسان د نا وژونکو جرمونو په تور اعدام شوي، چې ډېری یې د نشه يي توکو په قاچاق محکوم شوي وو.

د رویټرز د راپور له مخې، په دغو مجرمینو کې چې اعدام شوي تر سلو څخه ډېر بهرنیان چې د منځني ختیځ، افریقا او اسیا هېوادونو وو، هم شامل دي.

نور خبرونه

رادیو