د ایران په یزد ښار کې ۱۷۰ سوداګریز مرکزونه د افغانانو د ګومارلو له امله تړل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۳

په ایران کې د یزد روغتیايي مرکز مشر ویلي چې دوی د استوګنې له اسنادو پرته د افغانانو د ګومارلو له امله ۱۷۰ بېلابېل سوداګریز مرکزونه تړلي دي.
محمود واعظ‌پور وويل، دغه سوداګريز مرکزونه د قضايي ارګانونو له خوا سرغړوونکي وپېژندل او وتړل شول.

د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې اعلان وکړ، چې ایراني کارځایونه دې «ناقانونه کډوال» په دندو نه ګوماري کنه دوی به جریمه او کارځایونه به یې وتړل شي.
د ایرنا خبري اژانس د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۲۳مه) د خبر له مخې چې د چاپیریال روغتیا کارپوهانو د پولیسو او د کار ادارې له استازو سره د پلټنې په ګډو عملیاتو کې «ناقانونه کډوال» په ګوته کړل او مرکزونه یې ور وتړل.
د یزد روغتیایی مرکز د مشر د څرګندونو له مخې، له ۳۳۰ شکمنو سوداګریزو مرکزونو لیدنه شوې او د سرغړونو له موندلو وروسته د قضایي ادارې په حکم ۱۷۰ سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.
د ایران حکومتي چارواکي په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د «ناقانونه کډوالو» اصطلاح کاروي.
ایران د افغانستان یو له ګاونډیو هیوادونو څخه دی چې تر پاکستان زیات افغان کډوال په جبري ډول له دغه هیواده باسي، او یا په دغه هیواد کې د پولیسو له لوري سخت ځورول کیږي.
دغه چارواکي وويل: «د خوراکي توکو د چمتو کولو او د ويش په مرکزونو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغانانو ګمارل قانوني سرغړونه ده.»

نور خبرونه

رادیو