د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی، چې د ایران د خاش ښار په خمیني روغتون کې یو افغان بلوڅ مړ شوی دی.
دغه سازمان ویلي، چې دغه افغان د لړم په ۱۵مه د ایران د خاش ښار د رودکي په کوڅه کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ټپي شوی و.
د حال وش بشري حقونو سازمان، چې له ایرانه بهر فعالیت کوي په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه افغان وګړی د ایران د خاش ښار د سراوان په څلورلارې کې د لاسي توکو په پلورلو بوخت و.
دغه سازمان ويلي، چې وژل شوی کس ۶۰ کلن محمد نورزی د محمد حسین زوی دی.
حال وش ويلي، چې ناپېژاندو وسله والو محمد نورزی شپږ مرمۍ ویشتلی و.
دغه سازمان زیاته کړې، چې نورزی د دوشنبې په ورځ د خاش ښار په خمیني روغتون کې له ۳۴ ورځو وروسته له ټپونو مړ شوی دی.
تراوسه د ایران چارواکو د دغه افغان د وژل کیدو په اړه څه نه دی ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د مړینې کچه لوړه شوې ده.
تر دې مخکې د طالبانو یوه چارواکي ویلي وو، چې په دوو میاشتو کې لږ تر لږه د لسګونو افغان کډوالو جسدونه له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.