د افغانستان لپاره د چین استازي یو شیاو یونګ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د څانګې له مشر شرف رحیمي سره د لیدنې خبر ورکړی.
چينايي استازي په ایکس کې لیکلي، چې له دې تاجکستاني ډیپلوماټ سره یې له افغانستان سره د مرستې په تړاو ډېرې رغنده خبرې کړې دي.
چین او تاجکستان د نورو هېوادونو په څېر لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له طالبانو سره پراخې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.
تاجکستان چې د ملي مقاومت د جبهې د غړو کوربه دی، له طالبانو سره يې د ډیپلوماټیکو اړیکو له ټینګولو ډډه کړې ده.
چینايي استازي د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳ مه) پر اېکس پاڼه ليکلي: «موږ نن د افغانستان د بیارغونې په برخه کې له یو بل سره د همکارۍ لپاره ډېرې ښې خبرې وکړې.»
دغه چینایي دیپلومات د دې خبرو نور جزيات نه دي ورکړي.
تاجکستاني چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې په وار وار پر طالبانو نیوکې کړې دي.
د تاجکستان ولسمشر ويلي، چې طالبان له خپلو ژمنو سره سره په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو مخالف دي.
امام علي رحمان په ۱۴۰۱ کال کې ويلي و، چې طالبان په افغانستان کې د بېلابېلو قومونو پر وړاندې د تبعیض څخه ډکه پالیسي تعقیبوي.