د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د امریکا کانګرس د شهادت اورېدو ناستې ته وویل چې امریکا له افغانستان نه تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
نوموړی زیاتوي چې دا مرسته د بهرنیو موسساتو له طریقه شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې بهیر څارلی دی.
هغه د بایډن ادارې د یو شمېر منتقدینو هغه خبرې رد کړې، چې له افغانستان نه یې په وتلو سره روسیه زړوره کړې، چې پر اوکراین برید وکړي.
بلینکن وویل: "زه له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو او پر اوکراین د روسیې د برید ترمنځ اړیکه نه وینم. برعکس، که موږ په افغانستان کې پاتې وای او زموږ ځواکونه هلته بوخت وای، زموږ دښمنان به خوشحاله وای. روسیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پر اوکراین برید وکړ. هغه مهال موږ په افغانستان کې زرګونه سرتېري درلودل.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر پخوانی دریځ تکرار کړ چې دوی د اشرف غني حکومت د ژر سقوط اټکل نه کاوه.