انټوني بلېنکن: طالبانو د دوحې تړون تعهدات نه دي عملي کړي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې طالبانو د ټرمپ او بایډن دواړو د واکمنۍ پر مهال د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده او یو شمېر مادې یې تر پښو لاندې کړې دي.

نوموړي د امریکا کانګرس ته په خبرو کې وویل، چې له څه وخت راهیسې چې امریکا له افغانستان څخه وتلې د خپلو متحدینو لپاره یې تر بل هر وخت ډېرې وېزې ورکړې دي.

بلېنکن زیاتوي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د امریکا په تاریخ کې د افغانانو لپاره تر ټولو زیاتې وېزې ورکړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو