له افغانستان څخه تر سوریې پورې د بلواوو او جنګیالیو ډلو د ځواکمنېدو په پایله کې تېر څو کاله څلور نظامونه نسکور شوي او دولتمشرانو یې په نورو هېوادونو کې پناه اخستې ده.
په هره پېښه کې د دولت د مشر تېښتې او وتلو یوه سیاسي خلا پرځای پریښې چې ملي بحرانونه یې نور هم ژور کړي دي.
د افغانستان سقوط
هندی رسني ډي اېن اې په یوه پرتلنه کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغان دولت سقوط ته اشاره کړې چې په پایله کې یې مخکیني ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود. غني خپل تګ د دې لپاره اړین وباله چې د وینو تویېدنې او د کابل د ورانۍ مخه ونیسي، خو دغه ناڅاپي اقدام هېواد په ګډوډۍ کې وغورځاوه.
د ډې اېن اې په باور، د حکومت له نړېدو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو واک په لاس کې واخیست. غني وروسته په متحده عربي اماراتو کې پناه واخیسته، خو له هېواده د هغه وتل د نړیوالو مداخلاتو او هېواد جوړونې د هڅو د ناکامۍ سمبول پاتې شوی.
سریلانکا: اقتصادي بحران د یوې کورنۍ واک ته د پای ټکی ږدي
د۲۰۲۲ کال په جولای په میاشت کې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا د بېساري اقتصادي کړکېچ په ترڅ کې تېښتې ته اړ شو. د خوراکي توکو، سونتوکو او درملو د سخت کمښت له امله د خلکو پراخې مظاهرې ترسره شوې، چې بالاخره مظاهرهچیانو د ولسمشر استوګنځي ونیوه.
راجاپاکسا لومړی مالدیف او وروسته سینګاپور ته لاړ، چې هلته یې رسمي استعفا ورکړه.
د هغه تګ د یو وخت ځواکمنې سیاسي کورنۍ د زوال او د خراب اقتصادي مدیریت د مستقیمو پایلو څرګندونه کوله.
سره له دې چې راجاپاکسا د۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې بېرته سریلانکا ته ستون شو، خو هېواد یې د پورونو له کړکېچ او د خلکو له بېباورۍ سره مخ دی.
بنګلهدېش: یوه لومړۍ وزیره ګوښه شوه
د۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې بنګلهدېش د هغو هېوادونو په لیست کې شامل شو، چې مشران یې د کړکېچونو په ترڅ کې تېښتې ته اړ شوي دي.
د بنګلهدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه وروسته له هغه هند ته پناه یووړه، چې د زدهکوونکو لاریونونه کړکېچن شول او بالاخره د هغې د استعفا غوښتنه وشوه.
مظاهرهچیان، چې د هغې حکومت یې په استبداد او فساد تورن کړی و، د هغې رسمي استوګنځي ته ورسېدل.
په دې حال کې حسینې هېواد پرېښود. وروسته یوه انتقالي حکومت واک ترلاسه کړ، خو هېواد یې لاهم په سیاسي ګډوډۍ کې ډوب پاتې دی.
سوریه: د اسد کورنۍ واک پای ته رسېږي
د۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې له یوې لسیزې اوږدې کورنۍ جګړې وروسته د سوریې ولسمشر بشارالاسد وروسته له هغه هېواد پرېښود، چې د مخالفو ځواکونو لاس ته دمشق او نورې مهمې سیمې ولوېدې. د هغه تېښته د سوریې د پنځوس کلنې کورنۍ واکمنۍ پای دی، چې جګړه ځپلی هېواد یې په لا ډېره ورانۍ کې پرېښود.
سوریه اوس د بیا جوړونې له سختو ننګونو سره مخ ده، په داسې حال کې چې میلیونونه کسان بېځایه شوي او ټولنه په شدید ډول وېشل شوې ده.
تر فشارونو لاندې د مشرانو تېښته په معاصر نړیوال سیاست کې یو تکراري انځور دی: اوږدمهاله بحرانونه، که اقتصادي وي، سیاسي، یا نظامي، کولی شي د رژیمونو د ناڅاپي سقوط لامل شي.